شاته

افغانستان کې ۴۸ تنه تازه په کرونا اخته شوي او یو کس مړ شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه وزارت په لابراتوارونو کې د کروناویروس کابو ۱۹۰۰ مشکوک سمپلونه معاینه شوي چې ۴۸ یې مثبت تشخیص شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې د تازه مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کروناویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر ۵۴ زره او ۹۳۹ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت دغه راز په دې موده کې د کرونا له امله د یو کس د مړه کېدو خبر هم ورکړی دی چې ورسره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر کابو ۲۴۰۰ ته پورته شوی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تر اوسه د ټولو اخته شویو کسانو له شمېرې ۴۷زره او ۵۸۳ تنه بېرته ښه شوي دي.

د روغتیا وزارت چارواکو ویلي سره له دې چې په دې وروستیو کې د کرونا په مثبتو پېښو کې کموالی راغلی خو خبرداری یې ورکړی چې لا هم په افغانستان کې د کروناویروس دویمه څپه دوام لري او پای ته نه ده رسېدلې.

دغه وزارت له خلکو څخه په جدي ډول د روغتیايي سپارښتنو د رعایتولو غوښتنه کړې ده.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې مهاله په نړۍ کې کابو ۱۰۱ میلیونه کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې دوه میلیونه او ۱۷۷زره تنه مړه شوي دي.