شاته

خوست کې 'ناز' راډیو مېرمنو ته ځاګړې شوې او د دوی د پرمختګ غږ پورته کوي

د افغانستان سوېل ختیځ درېيو ولایتونو، پکتیا، پکتیکا او خوست کې چې ناامنیو او حاکمو دودونو په کې له نجونو او مېرمنو ډېر حقونه اخیستي دي، لا هم دې ولایتونو کې نجونې او مېرمنې په رسنیو کې کار کولو ته زړه نه شي ښه کولی، خو نږدې یو نیم کال وړاندې خوست کې د نجونو او مېرمنو لپاره د ناز په نوم ځانګړې راډیو جوړه شوه.

د دې راډيو نږدې ټولې خپرونې د مېرمنو او نجونو پر ژوند را څرخي.

د دې راډیو د خپرونو مدیره نادیه باوري وایي، که څه هم له دوی سره یو شمېر نجونې کار کوي، خو لا هم ډېرې کورنۍ نجونو او مېرمنو ته په راډیو ګانو او رسینو کې د کار اجازه نه ورکوي.

نوموړې وايي: "زموږ راډیو ۱۷ ساعته نشرات لري او ټولې خپرونې د خویندو لپاره دي، بله دا چې د کار پر وړاندې ناسم دودونه، ناوړه کلتور، امنیتي او نورې ستونزې دي چې خویندې نه شي کولی رسنیو کې کار وکړي که یې کوي هغه هم په مستعار نوم."

خوست کې د ناز په نوم راډیو
خوست کې د ناز په نوم راډیو

د اغلې باوري په خبره وروستیو ناامنیو د دوی پر کار هم ناوړه اغېز کړی چې له امله یې د ښځینه کار کوونکو شمېر کم شوی او پاتې کار کوونکې هم له کوره په ډېرو ستونزو ثبتي خپرونې چمتو کوي.

پلوشه له دوولسم ټولګي فارغه ده، نوموړې رسنیو کې د کار ډېره لېواله ده، خو وایي، ناامني او ناوړه دودونه یې د هیلو پر وړاندې لا هم ستونزې جوړوي.

پلوشه وايي، د نجونو او مېرمنو د ستونزو په اړه د غږ پورته کولو تر ټولو ښه وسیله رسنۍ دي او غواړي خپلو دغو هیلو ته ورسېږي.

پلوشه زیاتوي: "دا کلتورونه دي چې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې رسنیو کې کار وکړي، خو دا ټول عامه پوهاوی به موږ کوو چې ښځې رسنیو کې کار وکړي، مدني فعالیتونه وکړي او یا بل ځای کې کار وکړي."

سوېل ختیځ زون کې د رسنیو د خوندیتوب کمېټې مشر سیف الله حیات بیا پر دغو ستونزو سربېره په سیمه ییزو رسینو کې د مناسب معاش او کاري چاپېریال نشتوالی نور هغه لاملونه بولي چې رسنیو کې ښځې د ډېر وخت لپاره کار نه شي کولی.

ښاغلي حیات زیاته کړه: "هغه ډول چې دوی ته باید سهولتونه برابر شي، لکه د تګ راتګ په برخه کې، د معاشاتو او کاري چاپېریال په برخه کې، خو له بده مرغه دې برخه کې هم ستونزې شته."

د خوست د اطلاعاتو فرهنګ رئیس محمد انور زاهد وایي، که څه هم نجونو ته یې د زده کړو او د عامه پوهاوي برخه کې پروګرامونه ترتیب کړي، خو په وینا یې لا هم په خپل هغه هدف کې نه دی بریالی شوی چې نجونې رسنیو کې کار وکړي.

دی هیله من دی چې په وخت سره به دا ستونزه هم تر یوه بریده حل شي.

په خوست کې د ناز په نوم یوې راډیو ډېری خپرونې د نجونو او مېرمنو لپاره ځانګړي کړي
په خوست کې د ناز په نوم یوې راډیو ډېری خپرونې د نجونو او مېرمنو لپاره ځانګړي کړي

ښاغلي زاهد زیاته کړه: "موږ د دوی لپاره تشویقي برنامې نیولې، د نی 'د ژورنالېستانو د ملاتړ بنسټ' په مرسته مو یو ورکشاپ هم ورته جوړ کړی و، خو کلتوري ستونزې دي چې تراوسه دا برخه کې د دوی کمی شته، خو په وخت سره هیلې شته چې دوی مسلکي وروزل شي او کار وکړي."

د طالبانو د دورې له سقوط وروسته افغانستان کې د نوي نظام په راتلو سره له ډېرو ستونزو سره-سره د بیان ازادي په بې ساري توګه پرمختګ کړی، یوازې په خوست ولایت کې څلور تصویري، ۱۴ غږیزې او د ګوتو په شمار چاپي رسنۍ فعالیت لري، خو د کلتوري ستونزو، ناامنۍ، مناسب معاش او چاپېریال د نشتوالي له امله په هېڅ یوه رسنۍ کې هم نجونو او مېرمنو د ډېر وخت لپاره کار نه دی کړی.