شاته

پاکستان:افغانستان کې مو سولې دپاره پرېمانه هڅې کړي،امریکا باید دا پروسه پرمخ یوسي

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي پاکستان افغانستان کې دامن اؤ سولې دپاره پریمانه هڅې کړي دي اؤ غواړي چې اوس هم دامریکا نوي حکومت سره افغانستان کې دسولې دپاره په ګډه کار وکړي.

ملتان کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف فعالینو سره خبرو کې ښاغلي قریشي ویلي دامریکا نوې انتظامیې ته دافغان سولې پروسه پر وړاندې وړل پکار ده ځکه چې افغانستان کې امن اؤ سوله د ټولو په ګټه ده.

هغه دا څرګنډونې وروسته له هغې کړي چې تیره ورځ دجوبائیډن انتظامیه کې دامریکې دبهرنیو چارو دپاره نومول شوي وزیر انټوني بلینکین ویلي وؤ چې طالبانو سره تیرکال دفرورۍ میاشت کې شوي د سولې دې تړون ته به د جوبائیډن انتظامیه بیا له سره کتنه کوي.

شاه محمود قریشي ویلي دافغان سولې دپاره دمذاکراتو پیل یو مهم پرمختګ دی اؤ په زغم سره باید دا عمل پرمخ یوړل شي.

تر دې وړاندې د الجزیره ټېلې وژن سره مرکه کې شاه محمود قرېشي ویلي وؤ “زما په خیال دوئ (د بایډن حکومت) باید دا خبره احساس کړي چې اوس په افغانستان کې یوه موقعه ده او دوئ ته پکار دي چې د بېرته بوتلو پرځای دې د دې ساتنه وکړي."

هغه زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی وضعیت خرابولی شي.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت د شاه محمود قریشي ددغو څرګندؤنو په تړاؤ پخپله یوه تازه اعلامیه کې په پاکستان غږ کړی چې طالبان باید اوربند،دتاؤ تریخوالي کمولو اؤ ترهګرو ډلو سره خپلو اړېکو غوڅولو ته وهڅوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو نه یوازې د تاؤ تریخوالي کمولو په اړه خپلې ژمنې نه دي ترسره کړي بلکې دتشدد کچه یې نوره هم لوړه کړې ده.

د امریکې د دفاع نوي ګمارل شوي وزیر پخواني جرنېل لاییډ اسټن دسینیټ څخه دباور د رایې ترلاسه کیدو نه مخکې ویلي وؤ چې په افغانستان کې د امن دپاره به د پاکستان سره همکاری کوي خو په پاکستان به فشار هم زیاتوي چې خپله خاوره ترهګرۍ دپاره استعمالېدو ته ورنکړي.

لاییډ اسټن زیاته کړې وه پاکستان افغانستان کې مهم کردار لوبولی شي او القاعده او داعش خراسان ته ماتې ورکولو او د سیمې ثبات ته د ودې ورکولو د پاره امریکا د پاکستان سره کار ته اړتیا لري.