شاته

طالبان د سولې نیت نلري، هر شوم هدف ته به یې ټینګ ځواب ورکړو ـ محب

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، افغان حکومت د سولې ټینګېدو په هدف د طالبانو هره غوښتنه پوره کړه، خو طالبانو د سولې غږ په جنګ سره مطرح کړ.

حمدالله محب نن یکشنبه جنورۍ ۲۴ (سلواغې پنځمه) د کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت عمومي رئیس سره د افغانستان ځانګړو ځواکونو قول اردو کې د وینا پرمهال وویل چې افغان حکومت د طالبانو بندیان ازاد کړل، خو په وینا یې هغوی (طالبانو) د تاوتریخوالي زیاتېدو ترڅنګ افغان ځواکونه هدف وګرځول او عام المنفعه تاسیسات یې هم تخریب کړل.

هغه زیاته کړه: "خپلو حملو ته یې دوام ورکړ، زموږ پر ښارونو او ولسوالیو باندې حملې وکړې، ثابته یې کړه چې د سولې نیت نه لري، هغوی یو تروریستي ګروپ دی. طالب استازو د سولې مذاکراتو کې روښانه کړل چې دوی خپلواکي نه لري. ​زموږ ټېم ته یې ویلي چې دوی خپلواک نه دي."

حمدالله محب که څه هم د کوم هیواد نوم یاد نه کړ، خو ویې ویل چې د طالبانو واک د هغه هیواد سره دی په کومو کې چې د هغوی کورونه دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار زیاته کړه چې د ټولو ولایتونو امنیتي مسؤلینو ته یې هدایت کړی که چیري هغوی (طالبان) کوم شوم پلان ولري ټینګ ځواب دي ورکړي.

هغه وویل: "نو پر موږ باندې هم دا فرض ده چې قوي امادګي ونیسو چې د دوی هر شوم هدف ته په ټینګ موشت( بوکس) ځواب ورکړو...که چیري طالبان دا فکر کوي یوازي دوی پر دې هیواد حق لري لویه تیروتنه کوي."

خو حمدالله محب دا هم وویل چې که وسله وال طالبان سوله غواړي افغان حکومت سولې ته چمتوی دی او په وینا یې پر دې اجماع شتون لري چې طالبان په حکومت کې برخه ولري او په وینا یې موږ ( حکومت) په یو حقیقت سره پيژندلي دي.

دغه غونډې ته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي هم وویل چې افغان امنیتي ځواکونه سولې ته ژمن دي، خو وايي که طالبانو د جګړې لار انتخاب کړي افغان ځواکونه د هیواد دفاع ته چمتو دي.

هغه زیاته کړه: " که چیري د افغانستان دخلکو دښمنان او طالبان د جګړې لار انتخاب کړي،د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له غاښ ماتوونکي ځواب سره به مخ شي."

یادې غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیاء سراج هم وویل چې طالبانو د سولې له غوښتنې سره مخالفت کړی دی او په وینا یې چې د بهانو په جوړولو سره وخت ضایع کوي.

افغان امنیتي چارواکي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تیره میلادي میاشت دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات پيل شول.

تمه ده چې په دوهم دوام پړاو مذاکراتو کې د اوربند ټینګېدو په اړه هم خبرې وشي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د افغان امنیتي چارواکو د دغه تازه څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.