شاته

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۸ تنه د کرونا له امله مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۷۷ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۸ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه جنورۍ ۲۴ (سلواغې پنځمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۱۵۹۳ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۷۷ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴۶۷۲ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۸ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۳۸۶ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۳۵۵ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۷۲۹۸ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۹۸ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.