شاته

پکتیا کې یو شمېر نجونې: کانکور ته د هلکانو په څېر چمتوالی نه شو نیولی

د کانکور ازموینو لپاره چمتووالی یو له هغو ستونزو دی چې د پکتیا یو شمېر نجونې ورسره مخامخ دي.دوی شکایت کوي چې د هلکانو په څېر نه شي کولای د کانکور تیاري لپاره شخصي کورسونو ته لاړې شي.

دا نجونې وایي، دې ولایت کې د کانکور ازموینې لپاره د کورسونو نشتوالی د دې لامل شوی چې د کانکور ازموینه کې د خوښې پوهنځي ته بریالی نه شي او یا هم نتیجه بې پایلې راووځي.

ثنا له دغو زده کوونکو یوه ده. نوموړې د دغو ستونزو یو لامل اقتصادي محدودیت یادوي، خو په وینا یې د یوه خیریه بنسټ وړیا کورسونو له ګڼو نجونو سره دې برخه کې مرسته کړې.

ثنا زیاتوي: "زه ډېره خوښه یم چې موږ لپاره داسې ژمنی کورس جوړ شو چې د کانکور لپاره ډېر ګټور واقع کېږي ځکه دلته داسې سهولت نشته."

په پکتیا کې یو شمېرنجونې شکایت کوي چې نشي کولی شخصي کورسونو ته د هلکانو په څېر ولاړې شي.
په پکتیا کې یو شمېرنجونې شکایت کوي چې نشي کولی شخصي کورسونو ته د هلکانو په څېر ولاړې شي.

تمنا بله زده کوونکې ده چې دې کورس کې د کانکور لپاره په تیاري بوخته ده، نوموړې وايي، د دغه بنسټ د اقداماتو هرکلی کوي او هیله منده ده چې کانکور کې به ښې نومرې واخلي.

تمنا زیاتوي: "موږ دې کورس ته ډېره اړتیا لرله، د حماس له بنسټه ډېره مننه او له نورو بنسټونو هم هیله کوو، بېلابېلو وختونو کې موږ لپاره کورسونه جوړ شي چې موږ هم وکولی شو د هلکانو په څېر زده کړو ته ادامه ورکړو."

د دې خیریه بنسټ مشر ډاکټر هادي حماس وایي، پکتیا کې ډېری نجونې له دې امله کانکور کې لوړې نومرې نه شي اخیستلی او یا هم ناکامېږي چې د کانکور ازموینې لپاره د تیاري کورسونه نشته او دې اړتیا ته په کتو یې د نجونو لپاره ځانګړي وړیا کورسونه جوړ کړل.

ښاغلي حماس زیاته کړه: "دا چې پکتیا ښځینه برخه کې طبابت ته ډېره اړتیا لري، دوی لپاره وړیا د کانکور اماده ګۍ کورس دایر شو چې شپږ استادان لري او دا به درې میاشتې ادامه هم ولري او نور هم کوښښ کوو دا وغځوو، څو دوی د کانکور لپاره چمتو وي او لوړو پوهنځيو ته لاره ومومي."

د پکتیا د پوهنې ریاست رئیس کوچی ځاځی وایي، د مدني ټولنو او خیریه بنسټونو په همکارۍ یې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو لپاره ۵۰ بابه وړیا کورسونه جوړ کړي چې ډېره برخه یې د هلکانو دي.

دی هم مني چې پکتیا کې د نجونو لپاره شخصي کورسونه نشته او له همدې امله کانکور ازموینو کې یو شمېر نجونې په ښو نومرو د خوښې پوهنځي ته نه بریالی کېږي، خو د تازه جوړو شوېو کورسونو په اړه هیله مند دی چې نجونې به په لوړو نومرو د کانکور په ازموینه کې بریالی شي.