شاته

مردان: د درېو ماشومانو سره د جنسي تيريو په تور د ديني مدرسې ډرايور نيول شوی

د مردان پوليس وايي د مدرسې د ډرايور پرضد دعوه شوې چې هغه د درېو کم عمره هلکانو سره جنسي تيری کړی دی.

د مردان ضلعې د پوليس (ډي اېس پي) ګلشېد خان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل، چې تورن تن يې نيولی او په ابتدايي طبي معاينه کې د جنسي تيري کېدل تاييد شوي دي.

خو هغه وويل د ماشومانو سره د جنسي تيريو د پېښو کېدلو د نور کره کولو دپاره یې طبي نمونې اخستې او د نورې معاينې دپاره یې ليږلي دي خو د هغې نتيجه لا نه ده راغلې.

د پېښې په اړه د مردان په شېخ ملتون تاڼه کې مقدمه درج شوې چې پکې ويل شوي د يو ماشومان خپلوان تاڼې ته ورغلی او دعوه يې کړې چې د مدرسې ډرايور د ماشومانو سره جنسي تيری کړی دی.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره د کارکوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کال 2020 په وړومبیو شپږو مياشتو کې 1489 ماشومان د جنسي ځورونو سره مخ شوي دي، د رپورټ ترمخه په اغېزمنو ماشومانو کې 53 فيصده جينکۍ او 47 فيصده هلکان دي.

ډان ورځپاڼې د ساحل دغه رپورټ خپور کړی ؤ.

د ساحل په رپورټ کې ویل شوي، چې په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي ځورنو تر ټولو زياتې 57 فيصده پېښې په پنجاب، 32فيصده په سندهـ او شپږ فيصده په خېبرپښتونخوا کې رپورټ شوي دي.

د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د تير دسمبر په مياشت کې په زوره د جنسي تيريو د مخنیوي قانون 2020 لاسلیک کړی چې له مخې به يي په ګرد هيواد کې د جنسي زياتيو د مقدمو فېصله کولو د پاره ځانګړي عدالتونه جوړيږي او د ککړو تنانو جنسي توان به ختمولی شي.