شاته

امریکا لشکر طیبه اؤ لشکر جنګوي دبهرنیو ترهګرو ډلو په توګه بیا دبندیزونو نوملړ ته واچولې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپيو لشکر جنګوي او لشکر طیبه د غېر ملکي ترهګر ډلو په حېث د بندیزونو په نوملړ کې بيا د سره شامل کړې دي.

څېړونکي د امريکا دا ګام د معمول کاروايي ګرځوي او وايي پاکستان کې هم ددې ډلو مشران په عدالتونو کې دمقدمو سره مخ دي او عدالتونو ددغو ډلو د سر مشرانو ته د ترهګرو سره د مالي مرستو په تور کې سزاګانې هم ورکړې دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې تېره ورځ په واشنګټن کې جاري شوي بېان کې ويل شوي چې دبهرنیو چارو محکمې دلشکر جنګوي او داعش جزيره نما سينا ګروپ دترهګرو په عهدو کې بدلون راوستی ترڅو هغه ډلې په کې شاملې کړل شى چې دغه ګروپونه یې د اضافي عرفيت لپاره کاروي.

ددې تر څنګ د امریکا دبهرنیو چارو محکمې د لشکر جنګوي، داعش جزيره نما سينا، لشکر طیبه او د نورو ترهګرو ډلو له ارزؤلو وروسته دغه ډلې د غېر ملکي ترهګرو ډلو په توګه پرځائ ساتلې دي.

دامریکا په بيان کې راغلي چې دتنظيم او په ځانګړي ډول د نومول شوؤ نړیوالو ترهګرو په توګه د دوئ د شاملولو مقصد دغه ډلې د ترهګریزو بریدونو دپلانونو جوړؤلو او په هغې د عمل لپاره د وسيلو راټولولو نه منعې کول دي.

دغه راز دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې دا هم ویل شوي چې د امریکا او یا د امريکایي وګړو په قبضه کې موجود ددغو ډلو ملکيتونه او ګټې وټې کنګل کړل شوي او امريکايي وګړي هم د هغوئ سره د هرقسم لېن دېن نه منعې کړل شوي دي.

په امریکا کې د غیر ملکي ترهګر تنظیم په توګه نومول شوې هرې ډلې سره قصداً کومک کول او یا هغوئ ته مالى مرستې رسول جرم دقانون له مخې جرم دی.

په پاکستان د دفاعي چارو څېړونکی او د پوځ پخوانی چارواکی بریګیډیر ریټايرډ سید نذير وي او ای ډيوه ته وايي په پاکستان کې لشکر طیبه او لشکر جنګوي له مخکې لاقانونه ګرځول شوي اؤ ددغو ډلو مشرانو ته دترهګرۍ پر ضد عدالتونو دترهګرو سره د مالي مرستو په تور کې سزاګانې هم ورکړې دي.

هغه وايي د امریکا لخوا ددې ډلو سر دوباره د ترهګرۍ په نوملړ کې اچول د معمول کاروايي ده.

دبریګیډیر سید نزیر په وینا لشکر جنګوي او لشکر طیبه په افغانستان کې نېغ په نېغه لاس نه لري خو د افغان طالبانو خواخوږي دي او دوئ په پاکستان هم فرقه اېزه بڼه لري.

پاکستان د تېرې څه مودې راهیسې هم د لشکر جنګوي او لشکر طیبه پرضد قانوني او انتظامي ګامونه ګړندي کړي او ددغو ډلو شتمنۍ یې کنګل کړي دي.

تېره اوونۍ دلاهور دترهګرۍ ضد عدالت د لاقانونه تنظیم لشکر طیبه مهم مشر او په کال 2008م کې د هندوستان د ممبۍ ښار دننه دشوؤ ترهګریزو بریدونو سرخیل ذکي الرحمان لکهوي ته دترهګرۍ د مالي مرستو په تور کې د پينځه کاله بند سزا اورؤلې وه

امریکا او هند هم د لشکر طیبه او لشکر جنګوي مشران د ممبۍ تره ګر حملو ذمه وار ګرځوى او د ډېرې مودې راهیسې د پاکستان نه غواړي چې د دوى پرضد په عدالت کې مقدمه وچلوي خو پاکستان وايي هند د هغوي پرضد کوټلي شواهد نه دي شريک کړي.