شاته

افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو وتل،ایا طالبان به هم خپلې ژمنې پوره کړي؟

تیرکال دفرورۍ په میاشت کې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دشوي تړون په اساس دجمعې په ورځ دامریکا ددفاع وزارت ویلي چې افغانستان کې یې دخپلو ځواکونو شمیره ۲۵۰۰ ته راکوزه کړې ده.

خو څېړونکي وایي که دامریکا لخوا دخپلې ژمنې پوره کولو وروسته اوس طالبان دامن اؤ سولې په اړه خپلې ژمنې ترسره نه کړي نو دافغانستان راتلونکی وضعیت به په احتمالي ډول افغانان د اندېښنو سره مخ کړي.

راپورونه وايي چې په دې وروستیو اوونیو کې امریکا دافغانستان څخه خپل ۱۵۰۰ؤ پورې سرتیري ویستلي اؤ دا مهال په دغه هیواد کې یوازې ۲۵۹۹ امریکایي سرتیري شتون لري.

اسلام اباد کې ميشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبريال طاهر خان وايي دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ پروسکال دسولې شوي تړون کې امریکا افغانستان څخه د ۱۴ؤ میاشتو په موده کې دخپلو ځواکونو دشمیر راکمولو ژمنه کړې وه اؤ دا چې امریکا اوس دخپلو ځواکونو شمیره راکمه کړې ده،دا پرمختګ هم ددغه تړون په اساس شوی دی.

خو خبریال طاهر خان وایي چې دسولې ددغه ترسره شوي تړون په مهال طالبانو هم دامریکې شرطونه منلي وؤ چې هغې کې دافغانستان په خاوره القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو ته دفعالیتونو اجازه نه ورکول،بین الافغاني مذاکراتو ته ناسته اؤ ځېنې نورې مهمې خبرې شامل وې.

هغه وایي هرڅو که طالبانو بین الافغاني مذاکراتو ته دناستې شرط پوره کړی خو دوئ تراوسه نه اوربند ته غاړه اېښې اؤ نه دافغانستان دننه په تشدد اؤ بریدونو کې کمی لیدل کیږي.

هغه وایي دسولې دبین الافغاني مذاکراتو دپیل اؤ افغانستان کې دامریکایي ځواکونو دشمیرې کمیدو باوجود د امنیت خرابې وضعې، ورځ تر بلې سیوا کیدونکو بریدونو اؤ جګړو دافغانستان دننه خلک اندېښمن کړي دي.

دطاهر خان په وینا افغانستان کې په وضعیت نه ارامه کیدو دافغانستان خلک دخپل هیواد د راتلونکي په اړه اندېښمن دي او د راروان وخت په اړه ددوي دغه فکرمندي هم بې وجې نه ده .

هغه زیاتوي "هرکله چې جګړه او تشدد هم روان دی، په مذاکراتو کې پرمختګ او ډز بندي هم لا نه ده شوې،نو امريکا خو دا ويلي چې د نورو پوځيانو وتلل يي ددغه صورتحال سره مشروط دي،دا اوس طالبانو او افغان حکومت دپاره دامتحان وخت دی چې ايا افغانستان داسې دبې باورۍ صورتحال کې پريږدي او که نه خپلو ،خپلو دريځونو کې نرمي راولي"

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ د امریکا او طالبانو د دوحې تړون عملي کېدل د دواړو هیوادونو په ګټه بللې دي اؤ ویلي یې دي هغوی د دوحې تړون ته ژمن دي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د امرکایي ځواکونو کمښت په افغانستان کې پر امنیت هیڅ اغېز نه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وي او ای ته ویلي، په افغانستان کې 96 فیصده عملیات اوس افغان ځواکونه پخپله تر سره کوي او د بهرنیو ځواکونو کموالی د دوی عملیاتو ته زیان نه رسوي.

طالبانو سره دسولې تړون دصدر ټرمپ د واکمنۍ په وروستي پړاؤ کې شوی ؤ اؤ اوس چې هغه دامریکا په صدارتي ټاکنو کې پاتې راغلی څېړونکي دا پوښتنه هم راولاړوي چې دامریکا د راتلونکی صدر جوبائیډن انتظامیه به افغانستان دپاره امریکایي تګلاره کې بدلون راوړي که نه موجوده تګلارې ته به دوام ورکړي؟

وي او ای ډيوه چې کله دا پوښتنه دپاکستان دپوځ یو پخواني افسر اؤ ددفاعي چارو څېړونکي ښاغلي طلعت مسعود څخه وکړه نو هغه وویل "زه دا نه ګڼم چې دجوبائيډن انتطامیې تګلاره کې به کوم مهم بدلونونه وي"

دطلعت مسعود په وینا ”په اصولي توګه خو د ښاغلي جوبايډن او د هغه د ګوند تګلاره کومه بدله نه ده خو بيا دا بدلون لري چې بائيډن دا نه غواړي چي افغانستان څخه په داسې صورتحال کې ټول پوځونه وباسي چي په نتيجه کې يې کورنۍ جګړې نورې هم زياتې شي“

طلعت مسعود زياته کړه ، که اوربند ونه شي او تشدد او بريدونه هم داسې دوام ومومي نو بيا دا امکان هم شته چې د جوبائيډن انتظاميه د خپلو ځواکو په بشپړ ډول افغانستان څخه د ویستلو لړۍ په قراره کړي اؤ دښودل شوې مودې نه خبره نوه هم وغځیږي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کموالي شمېر په داسې وخت کې ورکړل شوی چې لا هم په دې هېواد کې هره ورځ د ناامنۍ پېښې رپورټ کېږي او د افغان حکومت په ګډون امریکا، ملګري ملتونه، پاکستان او ډېر نور هېوادونه غواړي چې د سولې د خبرو د کامیابۍ په خاطر ډزبندي وشي خو طالبان په دې اړه څه نه وایي.