شاته

افغانستان کې ۴۶ تنه نور کرونا نیولي، درې تنه مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۴۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۳ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه جنورۍ ۱۶ (مرغومې ۲۷) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۴۱مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۴۶ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۹۸۱ ته پورته شوو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۳ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۳۳۹ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۳۱ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۵۴۶۵ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت تیره اونۍ وویل سره له دې چې د کروناویروس دویمه څپه په افغانستان کې پای ته نه ده رسېدلې خو له تېرو څلورو اونیو راهیسې په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې په کمېدو دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۹۳ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.