شاته

د تحلیف مراسمو امنیتي‌ تدابیر؛ کابل او بغداد سره د واشنګټن پرتله  

په داسې حال کې چې د نوي منتخب ولسمشر د لوړې له مراسمو مخکې زرګونه امریکايي سرتېري واشنګټن ته راغلي، ځینې چارواکي‌ وايي واشنګټن د کابل او بغداد بڼه خپله کړې ده.

څه موده مخکې د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د یو شمېر پلویانو له برید وروسته هلته ۷۰۰۰امریکایي سرتېري دیره کړل شول، چارواکي وايي چې په راروانو پنځو ورځو کې به د وسله وال پوځ او ملي ګارد ۱۸۰۰۰نور سرتېري واشنګټن ته را ورسیږي.

امریکایي رسنیو د دومره ډېرو عسکرو شمېر د هغو امریکایي عسکرو له شمېر سره پرتله کړی چې له متحدو ایالتونو د باندې په ماموریت بوخت دي. وايي د دغو ځواکونو شمېر تر هغو امریکایي ځواکونو زیات دی چې دا مهال په افغانستان او عراق کې دېره دي.

د کانګرس پر ودانۍ د مظاهرچیانو له برید وروسته هلته زرګونه سرتېري ځای په ځای شول
د کانګرس پر ودانۍ د مظاهرچیانو له برید وروسته هلته زرګونه سرتېري ځای په ځای شول

د متحدو ایالتونو د پټو خدمتونو ادارې چې د ولسمشر د امنیت ساتل یې مسولیتونو کې راځي، په واشنګټن ډي سي کې «شنه سیمهGreen Zone» جوړه کړې ده. په دغه ښار کې به د لوړې مراسم کیږي او ټول هغه وسایل چې دغې سیمې ته راوړل کیږي، پلټل کیږي او تالاشي کیږي به.

د واشنګټن ډي سي ښاروالې موریل باوزر ویلي دي چې په روان وضعیت خوشحاله نه ده خو نوې ادارې ته د واک د سوله ییز انتقال مسولیت لري‌ او ژمنه یې دا ده چې دا ښار به بېرته خپل عادي ‌حالت ته راګرځوي.

د واشنګټن ډي سي په ښار کې په داسې حال کې امنیتي تدابېر زیات شوي دي چې د فدرال د تحقیقاتو ادارې (اف بي آی) په امریکا کې د وسله والو احتمالي مظاهرو خبرداری ورکړی دی.

په واشنګټن ډي سي امنیتي تدابېر سخت شوي دي
په واشنګټن ډي سي امنیتي تدابېر سخت شوي دي

چارواکو ویلي دي چې له امنیتي‌ مسؤلینو سره په دوامداره توګه اړیکه کې دي.

ټاکل شوې چې د جنورۍ په ۲۰نوی منتخب ولسمشر جوبایډن لوړه وکړي.‌ دی به د امریکا د متحدو ایالتونو ۴۶م ولسمشر وي.‌

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د لوړې په مراسمو کې برخه نه اخلي او ټاکل شوې چې د لوړې د مراسمو د ورځې په سهار واشنګټن پرېږدي.