شاته

شمالي وزيرستان: د نامالومه کسانو په ډزو کې يو ډاکټر وژل شوی دی

د شمالي وزيرستان په میرعلي بايي پاس تيره شپه د نامالومه کسانو په ډزو کې يو ډاکټر وژل شوی دی، پوليس دغه پېښه تاييدوي.

په شمالي وزيرستان د زيارت په ورځ پوځ ویلي ؤ چې په دوه بېلابيلو عملياتو کې درې پوځي سرتيري او دوه ترهګر وژل شوي وو.

د شمالي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شفيع الله وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، دغه پېښه تيره شپه ناوخته رامنځته شوې ده.

هغه وويل د نامالومه اړخ نه ډز شوی او ډاکټر چې د درېو نورو کسانو سره په ګاډي کې روان ؤ په ډز لګېدلی دی.

د پوليس افسر په وېنا د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي تراوسه يې علت نه دی مالوم شوی.

پوليس وايي وژل شوی ډاکټر ولي الله نوميږي، او هغه د بنو مېډېکل کالج پتهالوجي پروفېسر ؤ.

ځايي خلک وايي د وژل شوي ډاکټر پلارنی کلی د ميرعلي ارمز کلی دی. هغه کلي ته روان ؤ او په لار کې په هدف شوی دی.

ويل کيږي ډاکټر به د خالي/شنبې او اتوار/يکشنبې په ميرعلي کې کلېنک چلولو.

د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

د خېبرپښتونخوا د ځوانانو ډاکټرانو تنظيم (وايي ډي ای) د پېښې غندنه کړې او ویلي يې دي د وژل شوي ډاکټر د چا سره شخصي دښمني نه وه.

دوی ويلي ډاکټر په داسې ځای کې په هدف شوی چې دغه علاقه پوځ پاکه کړې ده.

په شمالي وزيرستان کې وخت په وخت د امنيتي ځواکونو د نښتو، بمي چاؤدنو او هدفي وژنو پېښې مخې ته راځي.

په شمالي وزیرستان کې د ډاکټر د وژنې پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې په ياد بايي پاس د تيرو شپرو راهسې يوه احتجاجي ناسته هم دوام لري.

په 23دسمبر په میرعلي بايي پاس په پوځ يو وسله وال بريد شوی چې پکې د پوځ په وېنا يو پوځي سرتيری وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي وو، پوځ ويلي ؤ په ځوابي ډزو کې يې دوه ترهګر هم وژلي وو.

د يادې پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات شوی او ځايي خلک دعوه کوي چې پوځ څلور تنه نيولي دي.

پوځ په خپله د کسانو نيولو په اړه څه نه دي ويلي او د سيمې د پوليس مشر (ډي اېس پي) قدرت الله وايي نيول شوي کسان د پوليس سره نه دي د پوځ سره دي او دغه عمليات هم پوليس کړي دي.

په احتجاجي پرلت ناست خلک وايي نيول شوي کسان دې خوشي شي يا دې عدالت ته وړاندې کړی شي.