BBC
 شاته

روسیې ویلي د اتو ساعتونو لپاره پر حلب بمباري دروي

روسي چارواکو ویلي له حلب ښاره د ملکي کسانو، ټبیانو او وسله والو د وتلو لپاره اته ساعته پر حلب بمباري نه کوي. د روسیې دفاع وزارت چارواکو ویلي د بمبارۍ پر درولو له دې کبله هوکړه شوې، چې وسله وال او ملکي کسان وکولای شي له ښاره د وتلو فرصت ومومي.