BBC
 شاته

د برازیل د زندان اړدوړ کې '۲۵ بندیان وژل شوي'

د برازیل سیمه ییزې رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال کې د یوه زندان د ننه د بندیانو د دوو ډلو ترمنځ اړدوړ او نښته کې لږترلږه ۲۵ بندیان وژل شوي. د پولیسو یوه مشر ویلي، په وژل شویو کې د ۷ کسانو سرونه غوڅ کړل شوي او ۶ نور کسان سوځول شوي.