شاته

 د سوشل میډیا د صارفینو د حقونو فعالان وايي د انټرنېټ د څارنې دپاره د پاکستان نوي قوانین د رای د ازادۍ خلاف دي

په پاکستان کې د سوشل ميډيا د صارفينو د حقونو لپاره کار کوونکي تنظيمونه وايي د وفاقي حکومت لخوا په انټرنټ او سوشل ميډيا د موادو د څارنې او د حکومت په لار ښونو عمل نه کولو په نتيجه کې د ټولنيزو رسنيو او انټرنټ په کمپنو بندېزونو په اړه نوي رولز يا قواعد د راۍ د اظهار، د خلکو د راز دارۍ د حقونواو د جمهوريت پرضد دي۔

په اسلام آباد کې مېشت د سوشل ميډيا فعال او د بولو بهي نومي ادارې مشر اسامه خېلجي وي او ای ډيوه ته وويل د انټرنټ او ټولنيزو رسنيو د پاره نوي قواعد د اليکټرانک يا برېښنايی جرمونو د مخنيوي قانون د 37 مې مادې لاندې جوړ کړل شوي او پاکستان ټيلي کميونکېشن اتهارټۍ ته پکې د موادو د څارنې او لرې کولو اختيار ورکړل شوی دی۔

ښاغلي خلجي وویل " څه چې هم ګنړي چې غلط دې نو هغه به پي ټي ای په خپله وګوري او د هغې په فېصله به سوشل ميډيا کمپنۍ ته ووايي چې دا مواد تاسو لرې کړی، نو په دې کې ټولو نه زيات اثر په تنقيد باندې راتللی شي لکه څوک چې د پاکستان ادارو يا حکومت باندې خبرې کوي تنقيد کوي نو پي ټي ای سره دا اختيار شته چې هغه لرې کړي"

نوموړي زياته کړه د غیر قانونی آن لائن کانټېنټ بلاکنګ په نوم وضع کړل شويو قواعدو ترمخه سوشل ميډيا کمپنۍ به د دې خبرې پابند وي چې د حکومت په غوښتنه د خلقو ډېټا رياستي ادارې ته ورکړي، هغه وايي دې سره د خلقو د رازدارۍ حقوق په لويا کچه متاثره کېدلی شي۔

" د دې نه علاوه دوي د سوشل ميډيا کمپنو ته ويلي چې تاسو پاکستان کې خپل دفترونه کولاو کړی او په پاکستان کې خپل ډېټا بېس جوړ کړی نو څومره چې هم ډېټا ده څومره چې هم معلومات دي د پاکستاني انټرنټ استعمالوونکو خلقو او خاص کر انټرنټ ورکولو ولا کمپنۍ هغوي ټول چې دې کوم مالومات حکومت غواړي نو هغه به اېف ايې ای ته ورکوي نو دا خو د پرائيوېسي د حقوقو خلاف خبره ده"

بلخوا ماهرين دا هم وايي په پاکستان کې مين سټريم ميډيا د وړاندی نه د فشار لاندې کار کوي، دوي وايي په خبرونو کې چانټي کېږي، او په ادارو اشتهارونه هم بندولې شي چې له امله يې يو شمېر خبريالان موجوده حکومت دوران بې روزګاره شوي دي۔ کارپوهان وايي دې نوو قواعدو سره به صحافتي هلې ځلې نورې هم متاثره شي ځکه چې زياتره خبريالان د انټرنټ د لارې هم خپل اواز خلکو ته رسوي۔

په دې اړه په پېښور کې ميشت د ډان ټيليويژن مشر علي اکبر وي او ای ډيوه ته وويل: " نو دا خو چې دې بلکل هغه کسان چې ميډيا نه وتي دي او اوس بېروزګاره دي او بيا هم د خپلې پېشې سره مخلص دي او په انټرنټ خپل کار کوي نو دا خو اوس ته هغو د پاره يو بند تړې او هغو به رامنع کوې، يا د ميډيا نه علاوه هم چې کوم د شعور وله خلق دې او هغوي هم په سوشل ميډيا د ازادۍ اظهار کوي او په ملکي څيزونو باندې پازېټېو او نېګېټېو تنقيدونه هم کوي، نو دې سره خو به ته بلکل د راۍ اظهار کول بند کړې"

په پاکستان کې ماهرين دا هم وايي چې سوشل ميډيا کمپنې په دغه رولز کې پابند جوړولو سره د دغو کمپنو په پاکستان کې د خپلو خدماتو بندولو انډېښنه هم پېدا شوې او دغه د هېواد ډيجيټل اقتصاد ته د زيان رسېدو سبسب ګرزېدلې شي۔

ياده دې وي په وروستيو کې د فريډم هاوس تنظيم چې کار يې په نړې کې د ازادۍ او جمهوريت د حالاتو څارنه کول دي په خپل رپورټ کې ويلي چې پاکستان کې چارواکي اوس هم د انټرنټ د بندلو، د وېب پاڼرو بلاک کولو او د انلائن ايکټيوزم په خاطر د خلکو د ګرفتارو په عمل لاس پورې کړی۔

بلخوا د پاکستان موجوده حکومت پرله پسې وايي د اظهار په ازادۍ باور لري خو نه غواړي چې سوشل مېډيا په هېواد کې د کرکې راپارولو او د پاکستان فوځي او عدالتي ادارو پرضد وکارول شي۔