شاته

افغانستان؛ د کرونا مثبتې پېښې څه باندې ۴۵زرو ته ورسېدې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۹۰ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۱۷ کسانو د مړه کېدو خبر وکری دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه نومبر ۲۴ (لېندۍ څلورمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۲۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۹۰ یې مثبت او پاتې منفي و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۵۲۷۸ ته پورته شو.

د تیرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو زیاتې پېښې چې ۷۰ کیږي یوازې په مرکز کابل کې ثبت شوي دي.

همدرانګه په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۷۱۲تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۱۴۶تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۶۱۲۲ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۵۹ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.