شاته

اروپایي اتحادیې د افغانستان سره د ۱.۲ ملیارد یورو مرستو ژمنه وکړله

اروپایي اتحادیې د ژنیو په کنفرانس کې د افغانستان سره د ۱.۲ ملیاردو یورو مرستو ژمنه وکړله. .

د اروپایي اتحادیې د نړیوالې همکارۍ د څانګې مشرې یوتا اورپیلانین نن د سه شنبې په ورځ، نومبر ۲۴ (لیندۍ۴) په ژنیو چې د افغانستان په هکله د بسپنې راټولولو په غونډې کې د دغو مرستو اعلان وکړ. میرمن اورپیلانین وویل چې د مرستو دا ژمنې د افغانستان سره د اروپایي اتحادیې د ټینګي ژمنې څرګندونه کوي.

اروپایي اتحادیې په ۲۰۱۶ کال کې هم د افغانستان سره د څلورو کالونو لپاره د ۱.۲ ملیارده یورو مرستو ژمنه کړې او دا ځل یې هم اعلان وکړ چې د څلورو نورو کالونو لپاره خپل دا تعهد ساتي.

مخکني معلومات:

په ژنیو کې نن سه شنبه د نومبر په ۲۴مه د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان په اړه د ژینو کنفرانس دوهمه او وروستۍ غونډه پيل شوه.

دغه کنفرانس چې د ۱۰۰ په شااوخوا کې هیوادونو او سازمانونو استازو پکې په انلاین او حضوري توګه ګډون کړی له افغانستان سره د څلورو نورو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو په اړه بحثونه او وروستۍ پرېکړه کوي.

افغانستان تمه لري چې د څلورو نورو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا د مالي مرستو ژمنه تر لاسه کړي.

تېره ورځ د یاد کنفرانس په لومړۍ ورځ تر ډېره پورې د افغان سولې بهیر، د تاوتریخوالي پر زیاتېدو، سوله کې د تیرو کلونو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب، د ښځو په ګډون د بشري حقونو پر تامین، فساد سره مبارزې او یو لړ نورو مهمو مسائلو محثونه وشول.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر او د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال په حضوري ډول په یاد کنفرانس کې ګډون کړی دی.

په یاد کنفرانس کې د افغان چارواکو بحثونه بیا هم تر ډېره د افغان سولې پر بهیر او له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ورټول دي.

د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال د یاد کنفرانس په دوهمه ورځ خپلې وینا کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام یوه اړتیا وبلل.

نوموړي افغان جګړه د ټولو ګډه وبلل او زیاته یې کړه چې د پای ته رسولو لپاره باید له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې زیاتې شي.

د هغه په وینا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې باید وضعیت او حالاتو سره برابرې وي.

د افغانستان د مالیې وزیر په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو هم ټینګار وکړ.

یاد کنفرانس ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا یوناما مشرۍ دابر لاینز هم وویل چې افغانستان په تېرو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي دي.

نوموړي د یادو پرمختګونو د ساتنې لپاره له افغانستان د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام ته هیله وښودله.