شاته

د نیو یارک د ښار لومړنی تورپوستی ښاروال مړ شو

د امریکا د متحدو ایالتونو د نیویارک د ښار لومړنی تورپوستی ښاروال، ډیوډ ډنکنز پرون د دوشنبې په ورځ، نومبر ۲۳ (لیندۍ ۳) د ۹۳ کالونو په عمر مړ شو.

ښاغلی ډنکنز د ۱۹۹۰ نه تر ۱۹۹۳ پورې د نیویارک د ښار ښاروال و. هغه د دیموکرات ګوند غړی و په او انتخاباتو کې یې جمهوري غوښتونکي روډي جولایني ته ماتې ورکړې وه. ښاغلي جولیاني د امریکا د برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ شخصي مدافع وکیل هم تیر شوی او د هغه د انتخاباتي ټیم یو مهم غړ دی.

د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د راپور پر اساس ښاغلی ډنکنز پخپل مرګ مړ شوی. د ډنکنز د مرګ نه تقریباً دوه میاشتې وړاندې د هغه میرمن هم مړه شوې وه.

ډیوډ ډنکنز پداسې وخت کې د نیویارک د ښار ښاروال شوی و چې نژادي توپیر، غربت او تشدد په ښار کې زیات و. د هغه په وخت کې تقریباً د یو ملیون نه زیاتو کسانو حکومتي مرستې تر لاسه کولې او هر کال شاوخوا ۱۰۰۰ کسان وژل کیدل.

ښاغلي ډنکنز د ښار د پوهنې، کورونو، روغتیا او ټولنیزو خدمتونو بودیجه کمه کړله او د جرایمو سره د مبارزې لپاره یې د پولیسو د شمیر په زیاتولو کار پیل کړ.

ډیوډ ډنکنز پدې هم شهرت درلود چې د نیویارک د ښاروالۍ لپاره یې داسې کابینه ټاکلې وه چې د هرې طبقې خلک پکې شامل و. د هغه په کابینې کې ګڼ شمیر میرمنې و او د لومړي ځل لپاره په کابینه کې د پورتي ریکو د نیمه خپلواکې سیمې اوسیدونکی د اور وژنې د څانګې کمیشنر وټاکل شو.