شاته

اروپایي اتحادیه: په افغانستان کې د اسلامي امارت اعاده کول زمونږ په ملاتړ اغیز کوي

اروپایي اتحادیه وایي په افغانستان کې د اسلامي امارت د اعاده کولو هر ډول هڅې به د دې اتحادیې په سیاسي او مالي ملاتړ اغیز وکړي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل دا څرګندونې په ژنیو کې د افغانستان لپاره د بسپنې راټولو په یوې غونډې کې کړیدي.

ښاغلي بوریل پخپلو خبرو کې همدرانګه ویلي چې په افغانستان کې باید هر څومره ژر چې کیږي باید اوربند وشي.

د اروپایي اتحادیې دغه جګپوړي دیپلومات ویلي، " اوربند باید د سولې د پروسې نتیجه نه وي، بلکه باید سر د نن نه د پروسې برخه وي. د اسلامي امارت د اعاده کولو لپاره هر ډول هڅه به زمونږ په سیاسي او مالي ملاتړ اغیز وکړي ".

جوسیپ بوریل د افغانستان د سولې د پروسې په هکله ویلي، "د مشروعیت د ګټلو لپاره باید پروسه همه شموله وي، د میرمنو، ځوانانو، اقلیتونو، او هغوي چې قرباني یې ورکړي باید غږونه یې واوریدل شي او د هغوي حقه غوښتنې باید مطرح شي. "

د اروپایي اتحادیې دغه جګپوړي چارواکي دا ونه ویل چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا اعاده کولو په صورت کې به د افغانستان سره د دې اتحادیې په سیاسي او مالي ملاتړ څه ډول اغیز وشي.

دا خبرې په داسې وخت کې مطرح کیږي چې ویل کیږي د قطر په پایتخت دوحې کې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو تر منځ د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی او تر ډیره حده په هغو موضوعاتو موافقه شوې چې د سولې خبرې یې د ځنډ سره مخ کړې وې.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د ژنیو په کنفرانس کې په افغانستان کې په "عاجله توګه او پرته له هر ډول قید او شرطه"د اوربند کیدل غوښتي دي. ښاغلي ګوتریش ویلي اوربند باید وشي چې په دوحه کې د سولې د خبرو لپاره ګټور چاپیریال برابر شي.

د اروپایي اتحادیې او ملګرو ملتونو تر څنګ، د افغانستان حکومت هم په کراتو د طالبانو نه د اوربند د کیدو غوښتنه کړې خو تر اوسه دا غوښتنه نده منل شوې.

د اروپایي ټولنې لخوا په عاجله توګه د اوربند د غوښتنې سره جوخت د همدې تیرې شنبې په ورځ د کابل په ښار شاوخوا ۲۳ راکټونه ولګیدل. طالبانو پدې برید کې لاس لرل رد کړل او د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا وکړله چې دا کار هغوي کړی.

په همدې حال کې ناټو ویلي چې اجازه به ورنکړي داعش افغانستان خپل "تروریستي خلافت" کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، ویلي دي، دغه تړون په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو افغانستان د داعش په تروریستي خلافت باندې بدل نشي.