شاته

غني: افغان ځواکونه په خپلواکه توګه ۹۶سلنه عملیات تر سره کوي

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې لخوا د ژنیو کنفرانس ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهاله په خپلواکه توګه د ۹۶ سلنه عملیات تر سره کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په هلمند، کندهار، بدخشان او یو شمېر نور ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه پر شا تمبولي دي.

نوموړي په وینا افغانستان دا مهال د نړیوال تروریزم سره د مقابلې په لومړۍ کرښه کې دی او زیاته کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هیواد د ولایتونو او ولسوالیو امنیت نیولی دی.

ښاغلي غني له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام ته په اشارې سره وویل: "اجازه باید ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د تاریخ تراژیدۍ یو وار بیا تکرار شي: زموږ د مشارکت د قوت واقعي ازمون او د ګډ لیدلوري ارزښت دادی چې موږ وتوانېږو په خپل ګډ تاریخ کې حتی د یوې لویې تراژیدي مخنیوی وکړو. اجازه باید ورنه کړوچې په افغانستان کې د تاریخ تراژیدۍ یو وار بیا تکرار شي."

سوله:

ښاغلي غني وویل چې افغان حکومت دوه کاله مخکې له طالبانو سره د سیاسي هوکړې له لارې تلپاتې سولې ته د رسېدو په هدف ملي اجماع رامنځته کړې چې په وینا یې داسې سوله چې پکې د اساسي قانون د ارزښتونو او د بشري حقونو بین المللي معیارنو سره په مطابقت کې وي.

خو ښاغلي غني له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام ته په اشاره زیاته کړه: "د بېوزلۍ کمول، د خلکو د معیشتي وضعیت ښه کول، کارموندنه او هوساینه هغه اقدامات دي چې باید د پایداره سولې د ټینګښت لپاره ترسره شي."

ښاغلي غني همدرانګه وویل چې افغان حکومت توانېدلی چې د بودجې مصرف تر ۹۰ سلنې زیات کړي. د هغه په وینا اوس مهال بودجه په هیواد کې د خلکو اړتیا ته په کتو لګول کیږي.

ښاغلي غني یاد کنفرانس ته په وینا کې د افغان حکومت لخوا له فساد سره د مبارزې کمېسیون یادونه هم وکړه.

خو وروسته به معلومه شي چې نړیواله ټولنه له افغانستان د خپلو د دوام په اړه څه پرېکړه کوي.