شاته

پاکستان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبو کولو بلنه ورکړې

د پاکستان کرکټ بورډ وایي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته یې پاکستان ته د سفر او لوبو کولو رسمي بلنه ورکړې.

د پاکستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس وسیم خان نن د سه شنبې په ورځ، نومبر ۲۴، (لیندۍ۴) ویلي "مونږ کوښښ کوو د دې سفر لپاره وخت پیدا کړو. که په ۲۰۲۱ کې ونشو د شک پرته چې په ۲۰۲۲ کې به د دې لوبو لپاره پلان جوړ کړو".

ښاغلي وسیم د اې اف پي خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ د لوبې کول د دواړو هیوادونو تر منځ د سولې او مینې د پیدا کیدو لامل شي.

پاکستان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته وروسته تر هغه دا بلنه ورکړه چې د هغه هیواد صدراعظم عمران خان د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغی او په کابل کې ورسره د افغانستان د کرکټ یو شمیر ملي لوبغاړو وکتل.

د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه د پاکستان د بلنې په هکله څه ندي ویلي خو د بورډ یو چارواکي امریکا غږ ته تائید کړه چې تر اوسه د پاکستان د لوبډلې سره د هیڅ ډول لوبو موافقه نده شوې او تر څنګ یې دا هم وویل چې کابل ته د عمران خان د سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو تر منځ د لوبو د کولو خبره مطرح شوې وه.

پخپله عمران خان هم د کرکټ په نړۍ کې شهرت لري. خان وروسته تر هغه په کرکټ کې د شهرت اوج ته ورسید چې په ۱۹۹۲ کال کې یې نړیوال جام وګاټه.

د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ تر دې دمه د لوبو کومه لړۍ نده شوې خو د آسیا جام تر څنګ د نړیوال جام په سیالیو کې څو ځله سره مخ شوي.

د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ تازه سیالي په ۲۰۱۹ کال کې په نړیوال جام کې وشوې. افغانستان په تمریناتي لوبې کې پاکستان ته ماتې ورکړه خو د نړیوال جام بله لوبه بیا پاکستان وګټله.

همدارنګه ټاکل شوې پاکستان د افغانستان په کوربه توب د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سوپر لیګ د لوبو په لړ کې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د افغانستان سره په عربي متحده اماراتو کې وکړي.

د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ په ۲۰۱۷ کال کې هم د سیالیو بندوبست شوی خو په کابل کې د یوې خونړۍ حملې نه وروسته د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان سره دا لوبې او د دې هیواد د کرکټ بورډ سره یې د دوه اړخیزې همکارۍ تړون هم لغوه کړ.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.