شاته

'د پاشدان بند جوړېدو ۶۰ سلنه چارې بشپړې شوي'

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي چې هرات کې د پاشدان بند د جوړېدو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي دي.

د دغې ادارې چارواکي وايي چې د اوبو د مدریریت، د برېښنا تولید، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او د سیلابونو د کنټرول دغه ستره پروژه به په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام خپلواک په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "دغه بند به د دوه میګاواټو برېښنا د تولید وړتیا ولري او ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو زېرمه کولوی شي."

ښاغلي خپلواک زیاته کړه چې د یادې پروژې په بشپړېدو به هراتیانو او په عموم کې ټول هېواد ته د اقتصادي ودې زمینه برابره شي.

د پاشدان د اوبو بند د هرات ښار ختیځ نه ۳۰ کیلو متره لرې په کرخ ولسوالۍ کې جوړیږي.

د یاد بند د جوړولو چارې په ۱۳۹۰ کې پیل شوې وې خو د ځینو لاملونو له کبله یې د جوړېدو چارې ټکنۍ شوې وې.

د پاشدان بند جوړېدو لپاره د ۱۷۷ میلیونه امریکايي ډالرو لګښت اټکل شوی چې د افغانستان د پراختیايي بودیجې نه تمویلیږي.