شاته

ژنیو کنفرانس؛ افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټينګار

د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې لخوا د ژنیو کنفرانس د افغان سولې د بهیر په اړوند بحثونو سره پرانیستل شو.

پدې کنفرانس کې د افغان چارواکو د بحثونو لویه برخه د افغان حکومت لخوا سولې ته لېوالتیا، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی او سولې بهیر کې د افغان مېرمنو د ونډې اړوند موضوعات وو.

د افغانسان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن دوشنبه نومبر ۲۳مه (لېندۍ دریمه) د دې کنفرانس د پرانیستو پر وخت په خپله وینا کې وویل چې د افغان حکومت لخوا د کوم توافق پرته د زرګونوو طالب بندیانو خلاصېدو سره سره بیا هم په دغه هیواد کې تاوتریخوالی نه دی کم شوی.

نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی چې په وینا د سولې خبرو سره هم مهاله باید تاوتریخوالی کم شي.

ښاغلي اتمر وویل چې ترهګري د افغانستان او نړیوالې ټولنې لپاره ګډ خطر دی او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د څلورو لسیزو جګړې پای ته رسولو ته ژمن دی.

هغه سوله د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه وبلله.

د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني (بي بي ګل) هم یاد کنفرانس ته د وینا پرمهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پرکمېدو ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې د افغان سولې بهیر کې باید د افغان مېرمنو د تېرو کلونو لاسته راوړنې خوندي او د سولې بهیر کې رغنده ونډه ورکړل شي.

د رولا غني په وینا هغه سوله چې د افغان مېرمنو حقوق پکې تضمین شوي نه وي هغه تلپاتې سوله نشي کېدای.

د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې لخوا د ژنیو په کنفرانس کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم وویل چې د طالب بندیانو له خلاصېدو سره بیا هم تاوتریخوالی نه دی کم شوی.

هغه وویل چې د هلمند ولایت په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د طالبانو لخوا تاوتریخوالی زیات شوی دی.

معصوم ستانکزي همدارنګه زیاته کړه چې اوس مهال له طالبانو سره د سولې خبرې له ستونزو څخه ډکې دي، خو هیله یې وښودله چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره لار شته.

له طالبانو سره د افغانستان جمهوري ریاست د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي دا هم وویل که چیري د سولې بهیر کې د افغانستان د تیرو کلونو لاسته راوړنې او بشري حقونو خوندي نشي تلپاتې سوله نشي راتلی.

یاد کنفرانس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشلي بشلیت هم وویل چې د افغان سولې بهیر کې باید افغان مېرمنو ونډه ورکړل شي او د هغوی حقونه خوندي شي.

نوموړې زیاته کړه چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدل د ټولو غوښتنه ده او په وینا یې باید د لږکیو او جګړې د قربانیانو حقوقو پکې خوندي شي.

د یاد کنفرانس عمومي ناسته به سبا سې شنبه د نومبر پر۲۴مه د لویدیځې اروپا پر وخت سهار نهه بجې پيل شي.

د افغانستان د مالیې وزارت د ویاند شمروز خان مسجدي په وینا ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې د شااوخوا ۸۰ هیوادونو استازي په انلاین ډول ګډون وکړي.