BBC
 شاته

مومندو کې پنځه پاکستاني سرتېري ټپيان شوي

له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د قبایلي سیمې مومندو ايجنسۍ چارواکي وايي، هلته د پاکستان پر امنيتي ځواکونو په بمي چاودنه کې لږ تر لږه پنځه امنيتي سرتېري ټپيان شوي. د جماعت الحرار په نامه د پاکستاني طالبانو يوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی.