شاته

د امریکې خارجه وزیر مایک پامېپېیو په ارمینیا او ازربایجان د جنګ بندوولو غږ کړی

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د ارمینیا وزیراعظم او د ازربایجان صدر سره په ټېلې فون خبرو کې په دواړو مشرانو غږ کړی چې خپل منځو کې جنګ دې وردوي او خپله شخړه دې د سفارتي هلو ځلو دلارې حل کړي.

د امریکې د خارجه وزارت يا سټېټ ډپارټمنټ د بیان ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ د هندوستان د سفر په مهال د ارمینیا وزیراعظم او د ازربایجان صدر سره په ټېلې فون خبرو کې مایک پامپېیو په دواړو مشرانو غږ وکړو چې د ډزبندۍ په اړه دې خپلې ژمنې پوره کړي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې په منځګریتوب د ازربایجان او ارمینیا ترمنځ د تېرو دوو میاشتو راهسې جاري جنګ کې ډز بندي شروع کېدونکي وه خو دواړو ملکونو په یو بل د دې خلاف وزرۍ الزامات ولګول.

د ارمینیا او د ازربایجان د خارجه وزیرانو ملاقات د اکتوبر په ۲۴ نېټه په واشنګټن کې شوی و او دواړه به ډز بندۍ راضي شوي وو. د دې نه وړاندې روس دوه وارې ډز بندي کړې وه خو کامیابه شوي نه وه.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د مایک پامپېیو نه علاوه نورو نړیوالو مشرانو هم په ارمینیا او ازربایجان د جنګ بندۍ غږونه کړي دي ځکه چې که چېرې جنګ نور اوزدېږي نو پکې د روس او ترکي د ښکیلېدو خطر هم پېدا کېږي. ترکي د ازربایجان او روس د ارمینیا ملاتړ کوي او روس ارمینیا سره دفاعي معاهده هم لري.

د ازربایجان او ارمینیا جنګ د هغو پایپ لاینونو سره هم کیږي چې د ارزبایجان نه تېل او ګېس نړیوالو کارکېټونو ته رسوي.