شاته

افغان مېرمنې وايی د هېواد په سوله کې دې دوی قرباني نه کړی شي

د پاکستان او افغانستان ښځو تجارانو پر دواړو حکومتو غږ کړی چې دوی ته په هره کچه کاروبارونو ته د وده ورکولو لپاره دې آسانتیاوي ورکړی شي او په افغانستان کي‌ دې د داسې سولي هڅې وشي چي پکي ښځي قریاني نشي-

د افغانستان د ملي شورا وکیله ملاله اسحاقزۍ وایي تجاران د دواړو هیوادونو روابطو په ټنګولو کې خپل رول لوبولی شي- د دواړو هیوادو تجاران د ډیرو ستونزو سره مخامخ دي – د دغه ستنونزو د هیواری په ځانګړی توګه د ښځو تجارانو لپاره پکار دي چې ویزې آسانې کړی شي-

دوی په دی موقع د پاکستان پر ښځو پارلیماني‌ غړو د افغانستان د سولي په پروسه کي هم د رول لوبولو غږ وکړو-او وه یې وویل د پاکستان او افغانستان ښځې په هر حال کي قرباني شوي دي ، اوس نور جنګ نه غواړی – یو داسی حالت نه غواړی چی د افغانستان د ښځو د پاره د قبلوولو وړ نه وي باید دوی نورې قریاني نه شي – ملالې اسحاقزۍ زیاته کړه هغه انجوني چی ډاکټرانې ،انجینرانې او تاجراني‌ دي باید په کورونو کي نه کښینول شي بلکې پر مختګ وکړي او د دوی دغه آرزوباید په خاورو کي پټ نشي-

د پاکستان د پالیمان غړي شاندانه ګلزار وي او ای ډیوه ته وايي پاکستان او افغانستان لوی دښمن غریبي ده چی په جنګونو نه بلکه په تجارت ختمیدی شي- د دوارو ګاوندي هیوادونو حکومتونه د هیواد هرې ښځې ته باید دا آسانتیا ور کړي چې هغوی د خپلو کورونو نه کاروبار کولی شي- دوی زیاته کړه غواړی خپلی تجربی د افغانستان د ښځو پارلیمانی غرو او تجارو سره شریکی کړي- او د دی دپاره به د دواړو هیوادونو د ښځو پارلیماني غرو تر منځ رابطې زیاتوولو لپاره هم کار کوي- دوی هیله‌ څرګنده کړه چی د دواړو هیوادونو حکومتونه په دی پوه شی چي په جګړو کي بیخیری او په امن کي ‌خیر او رزق دی-

د پاکستان یوه بله پارلیماني غړی او تجاره بیګم ساجده ذوالفقار خان ډیوه ته وايي د پاکستان او افغانستان تجاری ښځې د یو بل سره خپله تجربه شریکولو سره سره د یوبل هیوادونو په شمول په نړیواله کچه هم خپلو لوی او وړو کاروبارونو ته وده ورکولی شي-