شاته

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د پېښور د چاودنې په لړ کې ځېنې مشکوک کسان نیول شوي

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي د پېښور دير کالونۍ په جماعت کې د بم چاودنې په اړه يې پلټنې پېل کړي او يو شمېر مشکوک تنان يې ګرفتار کړي دي او ډير زر به مجرمان د قانون په منګلو کې وي۔

بلخوا د مدرسې مهتمم وايي چې حکومت خو دوی ته د خطرې خبرداری ورکړی و خو د تحفظ د پاره يې د سکيورټۍ څه ډول بندوبست نه و کړی۔

د چاودنې په اړه د مدرسې مهتم مفتي رحيم الله حقاني د خبرې غونډي په مهال مېډيا ته وويل " خواوشا څلور کاله مخکې مونږه باندې ډزې شوي وې، دلته دې ګېټ کې يې مونږه ويشتلي وو، نو د هغې تپوس هم زمونږه چا وه نه کړو، يو درې ورځې وړاندې حکومت مونږه ته خط رالېګلی و چې تاسو ته خطره ده، بيا مونږه ترې د سکيورټۍ مطالبه وکړه مونږه ته يې سيکيورټي رانه کړه بيا مونږه دلته طالبان ودرولي وو د مسجد په ګېټ کې خو هغو سره وسله نه وه خالي لاسونه وو."

د پوليسو د وېنا ترمخه تېره ورځ د دېر کالونۍ سپين جماعت کې هغه وخت چاودنه وشوه کله چې د نزدې مدرسې زده کوونکي د جماعت په هال کې درس ته ناست وو. د چاودنې په نتيجه کې ۸ تنان مړه ولې د سلو نه سوا ژوبل شوي دي۔

سياستوال او د بشري حقونو فعال افراسياب خټک وايي چې د قبایلي سيمو په څېر د ملک نورو برخو کې چې کومي د ترهګرۍ پېښې مخې ته راځي د هغو لويه وجه د حکومت بې غوري ده۔ " باجوړ کې چې پېښې کېږې، وزيرستان کې چې پېښې کېږي دا ارومرو رارسي دلته او دا دې پېښور ته راغله، مګر د حکومت د دې د پاره څه حکمت عملي نه ده جوړه کړې."

د اطلاعاتو د پاره د خېبر پښتونخوا وزير اعلي خصوصي مرستيال کامران بنګش مېډيا سره خبرو په مهال وويل د مجرمانو نيولو د پاره پوليسو اقدامات پېل کړي دي۔

"پوليس دوي ته راغلي وو او دوي ته يې ويلي وو چې خپله سکيورټي سوا کړي، په دې کې د سيکيورتې ادارو نه څه قسم کوتاهي نه ده شوې، پرون نه چې کوم سرچ اپرېشن جاري دې په هغې کې مونږه کافي ګرفتارۍ کړي دي او مونږه به ډېر زر مجرمانو ته ورسو"

د پېښور ايل ار ايچ هسپتال د انتظاميي د وېنا ترمخه د بمي چودنې په نتيجه کې زخمي شويو تنانو کې د شپږو اوس هم په دغه هسپتال کې درملنه روانه ده ولې نور کورونو ته لېږل شوې دي۔

ياده دې وي تېره ونۍ د ترهګرۍ ضد د پاکستان قامي ادارې نېکټه د کوئټي او پېښور د پاره خصوصي هدايات جاري کړي وو او ويلي و چې ترهګر په دغه ښارونو کې د ترهګرۍ منصوبه بندي کوي۔ د پښې په اړه لا تر دې دمه کومې يوې ډلې زمه واري په سر نه ده اخېستې۔