شاته

پاکستان د امریکې او هندوستان ترمنځ د دفاع په مد کې په ورستۍ معاهده تشویش څرګند کړی

د امریکې او هندوستان ترمنځ د دفاع په مد (برخه) کې د ورستۍ معاهدې په اړه پاکستان وویل د دې په نتیجه کې به د جنوبي اېشیا امن او ثبات د خطر سره مخامخ شي.

د پاکستان خارجه وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل پاکستان په مستقل ډول هغه خطر رابرسېره کوي چې د جنوبي اېشیا ثبات ته هندوستان ته د جدید پوځي ساز او سامان، ټېکنالوجۍ او د معلوماتو ورکړی کېدو په نتیجه کې پېدا کیږي.

د پاکستان خارجه وزارت وویل هندوستان وسلې اخلي او د اېټمي وسلو په خپل نظام کې پراخوالی کوي چې د جنوبي اېشیا د امن او ثبات دپاره سنګین مضمرات لري.

امریکا او هند د نهې/سې شنبې په ورځ د سټلایټ او نقشو/خریطو حساسو معلوماتو د شریکولو یو تړون لاسلیک کړ. د دې نه علاوه، د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې ملک به یې په هند باندې لا ډېر پوځي خرڅوي.

د امریکې او هندوستان دغه تړون هندوستان ته د امریکې د خارجه وزیر مایک پامپېیو او د دفاع وزیر مارک اېسپر د سفر په مهال لاس لیک شو.

دواړو امریکايي وزیرانو د نهې، سه شنبې، په ورځ د هند وزیراعظم نرېندرا مودي او د هند د دفاع وزیر سره هم ولیدل او وروسته یې خبریالانو ته وویل، د چین له طرفه امنیت او آزادۍ ته د راپيښ شوي ګواښ د مقابلې دپاره، پکار ده چې هند او امریکا یو له بل سره ګډ کار وکړي.

د هند او امریکا ترمنځ د سټراټیجیک ډائیلاګ کلنۍ غونډه په داسې حال کې وشوه چې د همالیه په سیمبه کې د چین او هندوستان ترمنځ کشیدګي زیاته شوې او هندي عسکرو له چین سره شخړې هم کړې دي.

چین د پاکستان نژدې ملګری هېواد دی او د دواړو ملکونو ترمنځ دفاعي همکاري هم زیاته شوي. په ورستیو ورځو کې د چین او امریکې ترمنځ د کرونا وایرس او تجارت ترڅنګ په شمېر نورو موضوعاتو تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د پاکستان خارجه وزارت په بیان کې په مستقیم ډول د امریکې نوم نه دی اخیستل شوی.

بیان وايي نړیوالو ماهرینو هم هندوستان سره د جدیدې پوځي ټېکنالوجۍ د تجارت د اثراتو په اړه تشویش څرګند کړی دی. بیان وايي دا پرمختګونه د دې دلیل نفي کوي چې د وسلې د صادراتو په کنټرول کې هندوستان په نړیواله کچه شاملوول به د وسلو د خپرېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

امریکا او په دفاعي چارو نظر ساتونکي نورې نړیوالې ادارې د پاکستان د اېټمي پروکرام او د اېټمي وسله تون د تحفظ په اړه هم وخت په وخت تشویش څرګندوي او د دې خطر اظهار کوي چې داسې نوي چې تندوره ډلې ورته رسايي وکړي.

په نړۍ کۍ د اېټمي وسله او پوځي مصرف نظر ساتونکي د سویډن د څېړنې اداره سېپري د کال ۲۰۲۰ په خپل رپورټ کې وايی هندوستان او پاکستان خپلې اېټمي وسلې زیاتوي او دواړو ملکونو د وسلې د مخنیوي دپاره نړیواله معاهده نان پرولېفرېشن ټرېټي یا اېن پي ټي نه ده لاس لیک کړي.