شاته

ترکیې د سوریې د کردي ملیشو پر ضد د تازه اقدام کولو خبرداری وکړ

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، وایي که سوریې سره ددې هیواد د پولې نه ملیشه قواوې ونه ایستل شي، ترکیه قانوني حق لري چې بیا اقدام وکړي.

ښاغلي اردوغان د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم ۷) په پارلمان کې د خپل ګوند استازو ته په وینا کې وویل: "لکه څنګه چې له مونږ سره ژمنه شوې، که تروریستان له دغه ځایه ونه ایستل شي، مونږ قانوني حق لرو چې یو ځل بیا حرکت وکړو."

ترکي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال راهیسې د سوریې په شمال کې یو لړ بریدونه کړي دي.

تیر کال په یو برید کې ترکیې د سوري یاغیانو په ملاتړ د سوریې د شمال ختیځ سرحد دننه تر ۱۲۰ کیلومترۍ پورې ځینې سیمې د کردي ملیشه ځواکونو څخه ونیولې. انقره دغه کردي ځواکونه یوه تروریستي ډله بولي.

د ترکیې لویدیځو متحدینو د انقرې دغه اقدام په پراخه توګه غندلی و، ځکه چې کردي ځواکونه د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو اصلي جز دی چې د امریکا متحده ایالات یې ملاتړ کوي او د داعش ډلې په له منځه وړلو کې یې د امریکا سره مرسته کړې.

د ترکیې جمهور رئیس همداشان د ادلیب د سیمې د وضعیت په هکله اندیښنه ښودلې ده. دغه سیمه د ترکیې او روسیې ترمنځ د مارچ د میاشتې د اوربند د موافقې دمخه د سوریې د حکومتي ځواکونو او د هغو یاغیانو ترمنځ د سختو جګړو مرکز و چې ترکیه یې ملاتړ کوي.

د سوریې د جګړې د څار یوه ډله وایي د سوریې په شمال لویدیځ کې د هغو یاغیانو تر کنترول لاندې کمپ باندې چې ترکیه یې ملاتړ کوي د دوشنبې د ورځې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي اردوغان ددغه برید په هکله وویل: "د ادلیب په سیمه کې د سوریې د ملي اردو په ځواکونو (هغه ځواکونه چې ترکیه یې ملاتړ کوي) باندې د روسیې برید ښیي چې پدغه منطقه کې څوک دوامداره سوله نه غواړي."

ترکیه د سوریې د حکومت د مخالفو ځواکونو او روسیه د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي.

د سوریې کورنۍ جګړه شاوخوا لس کاله مخکې پیل شوه او تر اوسه په کې شاوخوا ۵۰۰ زره کسان وژل شوي او شاوخوا شپږ میلیونه کسان بیځایه شوي دي.