شاته

په پاکستان کې د کرونا وبا دويمه چپه روانه ده، نور 14 تنه يې مړه کړي

په پاکستان کې د صحت چارواکي وايي په ملک کې د کرونا وايرس دويمه چپه روانه ده، او په تېر شوا روز کې په ملک کې 825 نورو کسانو ته دا وايرس لګېدلي دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو 24 ساعتونو کې 14 کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره 6759 ته رسېدلې ده.

د صحت د ادارې په وېب پاڼه د تازه ورکړی شوؤ شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا اخته 611 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

د شمېرو ترمخه په پاکستان کې په درې لکه 30 زره 200 کسانو کې د کرونا وايرس تاييد شوی چې پکې ویل شوي درې لکه 11 زره 814 کسان روغ شوي دي.

د صحت په چارو کې د وزيراعظم ځانګړي مرستيال ډاکټر فېصل سلطان پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ په ملک کې د کرونا وبا د دوېمې چپې ویلي ؤ.

هغه ویلي ؤ څو اوونۍ وړاندې په ملک کې د ورځې په سر د 400 نه تر 500 پورې کسانو کې د کرونا وايرس مثبت مالومېده کوم چې اوس د 700 نه سېوا شوي دي او ورسره د دې وايرس نه د مړو حساب هم زیات شوی دی.

ډاکټر فېصل سلطان زياته کړې چې خلک د کرونا څخه د بچ کېدو دپاره په احتیاطي تدابيرو عمل نه کوي او دوی نن د شورو/ چارشنبې په ورځ د صوبو سره مشوره کوي چې په راتلونکې کې د کرونا د مخ په زياتي پېښو دپاره کوم ډول ګامونه پورته کړی شي.

په پاکستان کې د مارچ په میاشت کې د کرونا وبا راتلو سره تړل شوې تعليمي ادارې، کاروبارونه او بازارونه، د سېلګرۍ ځايونه او نور ټول هر څه بيرته روان کړی شوي خو ورسره د احتیاطي تدابيرو خپلولو هم ويل شوي دي.