زلمی خليلزاد: سیمه يیز ورانکاري له افغانانو څخه د مردکیو او بارودو کار اخلي
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد زلمي خليلزاد ويلي، د سيمې نه ستون شوی ناهيلی دی چې اورکم نه دی شوی او زياته کړې یې ده چې سیمه ييز وران کاري د خپلو ناجايزه ګټو دپاره افغانان د مردکيو او بارودو په توګه کاروي.
زلمي خليلزاد په ټویټر ويلي،"زه د سيمې نه راستون شوی يم خو ناهيلي يم ځکه چې د ژمنو باوجود اورکم نه دی شوی او د يو سياسي جوړ جاړي ترلاسه کولو ور به د تل لپاره خلاص نه وي".
نوموړي د افغانانو د وژنې يادګېرنه کړې او د کوم چا د نوم اخستو پرته يې ویلي چې سيمه ييز وران کاري د خپلو ناجايزه ګټو دپاره افغانان د مردکیو او بارودو په توګه کاروي.
"افغانان په ډیر شمیر کې وژل کیږي او سیمیز ورانکاري د خپلو نامشروعو موخو لپاره له افغانانو څخه د مردکیو د باروتو په توګه کار اخلي. وینه تویول باید ودرول شي".
"افغانان باید د ورانکارۍ پر ځاې پرمختیا، د غوبل پر ځاې ټیکاو، د غچ اخیستلو پر ځاې بخښنې او د نه نرمښت پر ځاې مصلحت ته مخه کړي".
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ ویلي خليلزاد په 26م اکتوبر د اوسلو په سفر روان شوی او په ناروی کې يې د افغان سولې د نړيوالې همکارۍ او ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.
د بيان ترمخه نوموړی به په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د خبرو د ډلو سره ويني د تشدد په کمولو او په دغه لړ کې د سمدستي ګام اخستو زور به پرې راوړي.
ويل شوي ډېر افغانان وژل کيږي او دواړه فريقه په سمدستي توګه دې ته اړتيا لري چې د تشدد کمولو دپاره پوخ او کوټلی اوربند وکړي.
د سټېټ ډيپارټمنټ ترمخه خليلزاد به په دواړو فريقو د خبرو د عمل ګړندي زور راوړي.