شاته

طالبانو د کندهار پر ارغنداب ولسوالۍ برید کړی ـ چارواکي

وسله والو طالبانو د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د پوليسو پر مرکزونو ډله ییز بریدونه پيل کړي.

ارغنداب د کندهار ښار په شمالي برخه کې له ښار سره نږدې پرته ولسوالي ده چې امنیت او ثبات يې د کندهار ښار د امنیت لپاره ډیر مهم بلل کیږي.

له تیري ورځې راهیسې د ارغنداب ولسوالۍ په چهار غلبه، جوی لاهور، ناصران، برات کلا، شهینان او ګڼي نوري برخې وسله والو طالبانو تر خپلي ولکې لاندي را وستي.

یوې امنیتي سرچینې نن چهارشنبه اکتوبر۲۸(لړم۷) د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې د ارغنداب ولسوالۍ له یادو سیمو څخه پوليسو تکتیکي شاتک کړی او په لویو مرکزونو کې ځای پر ځای شوي.

خو د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي امریکا غږ ته وويل چې د ولسوالۍ په ګڼ مېشتو سیمو کې وسله والو طالبانو د ملکي خلکو په کورنو کې سنګرونه نیولي او افغان ګډ ځواکونه د ملکي تلفاتو د مخ نیوي لپاره په ډير احتیاط مخ ته ځي.

ده وويل:"وسله وال طالبان په دلاهور، چهارغلبه او بابرو سیمه کې د ملکي خلکو له کورونو څخه د سنګر په توګه کار اخلي زموږ قوتونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي د مخ نیوي لپاره په ډېر دقت سره د ځپلو لپاره ګامونه اخلي او دا مهال وسله وال طالبان د محاصرې په حال کې دي چې ژر به سیمه ورڅخه تصفیه شي."

د کندهار د پوليسو ویاند زیاته وي د ارغنداب ولسوالۍ په بولان غره سیمه کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه نور يې ټپیان شوي.

دغه راز یوې امنیتي سرچیني بیا امریکا غږ ته وويل چې د ارغنداب په جګړه کې ۲ پوليس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د ارغنداب ولسوالۍ لس ګونه کورنۍ د جګړو له وېري څخه کندهار ښار ته را بېځایه شوي او لاهم دا بهیر دوام لري.

سیمه ییز اوسیدونکې وايي چې وسله والو طالبانو د سیمي د پرېښودلو خبر داری ور کړی او دوی هم د خپل سر د خوندیتوب لپاره امن سیمو ته ځانونه رسوي.

په ارغنداب ولسوالۍ کې د امهال د انارو د حاصلاتو د راټولولو وخت دی.

د ارغنداب ولسوالۍ د شهینانو د سیمي اوسیدونکې رحمت الله امریکا غږ ته وويل چې زر ګونه ټنه انار په باغونو کې دي خو د جګړې له وېري څخه له پرون ورځي راهیسې د مارکېټ ته د انارو انتقال هم دریدلی.

نوموړي زیاته کړه:"بار وړونکې وسایط د جګړې له وېري د انارو باغونو ته نه ځي او په سل ګونو باغونو کې انار پراته دي."

بلي خواته په ولسي کې د کندهار استازي وايي چې د ارغنداب ولسوالۍ نا امني د کندهار ښار لپاره د وسله والو مخامخ تهدید رامنځ ته کړی.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي خلیل احمد مجاهد امریکا غږ ته وويل چې د ارغنداب ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه يې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له مسئولینو سره لیدلي او پدې باب يې جدي اندېښنه ورته څرګنده کړې.

ده وويل:"وسله وال طالبان هڅه کوي چې د ارغنداب ولسوالۍ له لاري کندهار ښار ته امنیتي ګواښ متوجه کړې که ما له مسئولینو سره دا خبره شریکه کړه که د ارغنداب ولسوالۍ غم ونه غوړل شي دا به د کندهار د امنیت لپاره یو لوی ګواښ وي."

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي