شاته

په افغانستان کې د تازه ملکي مرګ ژوبلو له امله د ملګرو ملتونو او امریکا اندېښنې

ملګري ملتونه وایي چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې نږدې شپږ زره عام خلک د جنګ له امله وژل شوي یا هم زخمي شوي، او په قطر کې د سولې د مذاکراتو پرانېستې، په افغانستان کې د عامو خلکو د وژل کېدو مخه نده نیولې.

د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې (یوناما) په خپل یو تازه رپوټ کې چې نن د نهې/سې شنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي چې که څه هم د ۲۰۱۹ کال د لومړیو نهو میاشتو په نسبت، د سږکال په لومړیو نهو میاشتو کې د خلکو مرګ ژوبله دېرش فیصده (٪۳۰) کمه پاته شوې، خو افغانستان اوس هم په ټوله نړۍ کې تر ټولو خونړۍ سیمه بلل کیدی شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو تر مخه، د جنوري له سر نه د ستمبر میاشتې تر پایه پورې، په افغانستان کې د روان جنګ او تشدد له امله دوه زره یو سل و اوولس (۲۱۱۷) غیرپوځي کسان وژل شوي او درې زره و اته سوه و دوه ویشت (۳۸۲۲) نور ټپیان شوي دي چې په دې مرګ ژوبله کې، د هرو لسو نه، څلور تنه یې ماشومان یا زنانه دي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، د دغو مرګ ژوبلو ذمه واري، پنځه څلوېښت فیصده (٪۴۵) د طالبانو په غاړه، او دیارلس فیصده (٪۱۳) د داعش او نورو حکومت ضد ډلو په غاړه، او یو څلوېښت فیصده (٪۴۱) د حکومت پلوه ځواکونو په غاړه ده چې په هغه کې حکومتي عسکر، نړېوالې قواوې، او یا حکومت پلوه ملیشې شاملېدی شي.

طالبانو د یوناما دغه تازه رپوټ ته غبرګون ښودلی او هغه یې رد کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي، «د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور د دښمن د معلوماتو په بنسټ ترتیب شوی او حقیقت نه لري.»

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د سېکريټري جنرل ځانګړې استازې ډېبرا لاینز ویلي، «دا چې د سولې مذاکرات، د سولې ټینګېدو کې مرسته وکړي، دا کار وخت ته ضرورت لري. مګر ټول اړخونه کولی شي چې په خبرو کې لومړیتوبونه ځانګړي کړي او عام خلک نقصان نه بچ ساتلو دپاره بېړني او صادقانه ګامونه واخلي.»

د یوي میاشتي نه زیات وخت وشو چي د افغانستان د جمهوري ریاست هیئت په دوحه کې د طالبانو له مذاکراتي هیئت سره د بین الافغاني مذاکراتو رسمي پرانیسته کړې ده، خو تر اوسه دوی ندي توانیدلي چې د خبرو په یو طریقه کار باندې لا موافقې ته ورسیږي.

تمه دا وه چې په دوحه کې د سولې د مذاکراتو په پېلېدو به په افغانستان کې تشدد کم شي، خو بالعکس په دې موده کې په افغانستان کې د تشدد پېښې سېوا شوي دي.

په افغانستان کې د تشدد وروستۍ پېښې

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې یوازې په تېرو څلورویشتو (۲۴) ګهېنټو کې طلبانو په دوه ویشتو (۲۲) ولایتونو کې د حکومتي عسکرو په مرکزونو او چېک پوسټو حملې کړي چې د حکومت په وینا، عسکرو پکې بریدکوونکي ځپلي دي.

نن د نهې/سې شنبې په ورځ هم دوه چاودنې وشوې چې یوه په کابل او بله په خوست کې وه. په خوست کې ځایي چارواکي وایي چې یو ځانمرګي بریدګر د پولیسو د خاصو ځواکونو په کاروان حمله کړې او نتیجه کې یې درې کسان وژل شوي او ۳۳ نور زخمیان شوي دي.

په کابل کې د نهې/سې شنبې په ورځ چاودنې درې تنه ووژل او لس یې ټپیان کړل
په کابل کې د نهې/سې شنبې په ورځ چاودنې درې تنه ووژل او لس یې ټپیان کړل

په کابل کې هم د چسپکي بم چاودنې، نن سهار درې کسان وژلي دي.

طالبانو په وروستیو ورځو هفتو کې، په بېلابېلو سیمو کې حملې کړي دي، خو تر ټولو لویه حمله یې په دې وروستیو کې په هلمند ولایت کې وه چې په سرښار لښکرګاه یې وکړه، خو دا حمله یې د افغان ځواکونو لخوا سخته وځپل شوه او طالبان د لښکرګاه په نیولو کې ناکامه شول. د دې جګړې په نتیجه کې، د ملګرو ملتونو د رپوټونو پر اساس، قریب اویا زره (۷۰۰۰۰) کسان په هلمند کې له خپلو کورونو بېځایه شول.

د دې نه علاوه، دا تېره یوه میاشت، په ننګرهار، لغمان، غور، او تخار ولایتونو کې هم چاودنې او حملې وشوې چې په کې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

په کابل کې هدفي وژنو او د چسپکي یا مقناطیسي بمونو چاودنو په دې وروستیو میاشتو کې زور اخیستی دی، خو تر ټولو خونړۍ پېښه د تېرې خالي/شنبې ورځې وه چې په هغه کې د کابل ښار په یوې شیعه مېشته سیمه کې یو تعلیمي مرکز مخې ته ځانمرګی برید وشو، دېرش تنه یې ووژل او اویا تنه نور یې زخمیان کړل. وژل شوي او زخمي شوي کسان اکثره تنکي ځوانان و چې تعلیم یې کاوه. طالبان وایي دا حمله د دوی کار ندی، مګر د افغانستان دویم نایب صدر سرور دانش د دې حملې ذمه وار، طالبان وګرځول او له خلکو یې وغوښتل چې د لا سختو ورځو دپاره آماده اوسي.

د خلیلزاد تازه غبرګون

په داسې حال کې چې طالبان ډزبندۍ ته غاړه نه ږدي او خپلو حملو ته یې دوام ورکړی دی، د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د تشدد د نه کمېدو له وجې خواشیني څرګنده کړې ده. هغه ویلي چې په افغانستان کې وینې توېیدنه باید ختمه شي.

خلیلزاد د نهې/سې شنبې په ورځ په ټویټر باندې لیکلي دي: « زه سیمې ته بېرته خواشینی را وګرځېدم، د اورکم د کموالي له ژمنو سره سره بیا هم اور کم نشو. د سیاسي جوړ جاړي لپاره کړکۍ تل پرانیستې نه وي...»

خلیلزاد خبرداری ورکړی دی چې د سیاسي جوړجاړي د ترلاسه کولو لپاره موقع تل نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په یو بیان کي ویلي چې زلمی خلیلزاد د نهې/سه شنبې په ورځ ناروې ته ولاړ چې د افغان سولې په اړه د نړیوالو په همکاریو بحث وکړی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.