شاته

د سیمې ورانکاري، افغانان د خپلو نا مشروعو اهدافو لپاره استعمالوي- خلیلزاد

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد خبرداری ورکړی دی چې د سیاسي جوړجاړي د ترلاسه کولو لپاره فرصت تل نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ښاغلی خلیلزاد د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۷ (تله ۶) ناروې ته ولاړ چې د افغان سولې په اړه د نړیوالو په همکاریو بحث وکړی.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « زه سیمې ته بېرته خواشینی را وګرځېدم، د اورکم د کموالي له ژمنو سره سره بیا هم اور کم نشو. د سیاسي جوړ جاړي لپاره کړکۍ تل پرانیستې نه وي.»

ښاغلي‌ خلیلزاد په خپل ټویټ کې د « سیمې ورانکاري» تورن کړي دي چې د افغانانو وینې تویوي، خو هغه د هېڅ یو هېواد او یا کوم کس نوم نه دی یاد کړی.

هغه لیکلي دي: « افغانان ډېر مري او سیمه ییز تخریبکاران افغانان د خپلو نا مشروعو اهدافو لپاره د د بې ارزښته جنګیاليو په توګه کاروي. وینه تویېدل باید ختم شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ټېنګار شوی دی چې باید د افغانانو د وینې تویدو د مخنیوي لپاره دواړه خواوې د خشونت او تاوتریخوالي په کمولو موافقه وکړي چې یو هر اړخیز او دایمي‌اوربند ته لاره پرانیستل شي.

ښاغلي خلیلزاد به د ناروي له چارواکو سره د خبرو تر څنګ د قطر له چارواکو او د «اسلامي جمهوریت» او طالبانو د مذاکراتي پلاویو سره هم خبرې وکړې چې په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې ختمولو لپاره په یوې سیاسي نقشې موافقه وکړي.

ښاغلي خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کړي دي چې په قطر کې د دواړو خواوو ترمنځ لا د سولې رسمي‌ مذاکرات نه دي پیل شوي او په افغانستان کې جګړو هم زور اخیستی.

همدا نن په خوست کې د افغان ځواکونو په یو مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی دی. په کابل کې هم چاودنه شوې ده او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې هم جنګونه روان دي.

یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په تېرو نهو میاشتو کې په جنګ جګړو کې ۲۱۱۷ ولسي خلک وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي. یوناما وايي چې په قطر کې د سولې د خبرو په پېلېدو سره هم افغانستان کې تاوتریخوالی کم نشو.