شاته

خوست: په ځانګړو پولیسو موټر بم برید شوی، مرګ ژوبله يې اړولې

په خوست ښار کې په ځانګړو پولیسو باندې موټر بم برید شوی چې پکې د لوموړو مالوماتو ترمخه درې کسان وژل شوی او 33 نور ټپیان شوي دي چې په ټپیانو کې یې 10 ملکي وګړي هم شامل دي.

د ځايي چارواکو په وېنا نن سهار شپږ بجې د خوست ښار د مجاهد څلورې ته نزدې د ځانګړو ځواکونو په قطعه باندې د موټر بم برید وروسته وسلوالو ډله یز برید کړی دی.

د چارواکو په خبره برید د موټر بم په تر سره کیدو پېل شو چې په تعقیب یې نورې چاودنې هم تر سره شوې.

د خوست ملکي روغتون مشر ډاکټر سخي سردار وایي تر اوسه دوی ته 33 ټپیان او درې جسدونه ور وړل شوي دي، نوموړی وایي په ټپیانو کې 10 ملکيان دی .

د خوست د والي ویاند طالب منګل وایي،

نن سهار 6:55 بجې دخوست ښار مجاهد څلور لارې تر څنګ د پولیسو ځانګړي قطعې په دیوال موټر بم برید شوی او برید کونکي د ځانګړو ځواکونو قطعې ته د ننه شوي اوس مهال ساحه کې چاڼیز عملیات روان دي، او ځانګړو ځواکونو دوه برید کونکي وژلي دي.

د دې بریدونو مسولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په غاړه ندی اخیستی.