شاته

ایا دعمران خان په خواهش به دپاکستان اؤ افغانستان ګډه پوله خلاصه پرېښودل شي؟

دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي دهغه ارمان دی چې په راتلونکي کې دپاکستان اؤ افغانستان ګډې پولې هم د اروپا په څېر دیوبل دپاره پرانستې پرتې وي اؤ دا دواړه هیوادونه دې دیو بل سره هم هغه شان خوږې اړېکې ولري.

خو څېړونکي وایي چې وزیراعظم عمران خان اقتدار ته له رسیدو سمدستي وروسته هم وغه خواهش ښکاره کړی ؤ خو دپولې په اړوند معاملات دحکومت نه زیات دپاکستان پوځ خپل لاس کې نیولي نو دا احتمال نه لري چې په ازغن تار پوښل شوی پوله دې پرانستې پرېښودل شي.

د دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې دپاکستان اؤ افغانستان د پانګوالو یو کانفرنس ته خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ هغه پاکستان کې دافغانستان کاروباریانو ته هرکلی وایي اؤ لیواله دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دتجارت کچه باید ډيره لوړه شي.

وزیراعظم عمران خان زیاته کړې ده چې دا دهغه یو خوب دی چې د اروپا په څېر دې دپاکستان اؤ افغانستان پولې دیو بل دپاره خلاصې وي.

ددغه کانفرنس یو برخه وال اؤ په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي وزیراعظم عمران خان چې کله واک ته ورسیدو اؤ قام ته یې دخپلې فتحې لمړۍ وینا کوله نو هم یې دا خواهش ښودلی ؤ چې د دواړو هیوادونو پولې باید یو بل ته خلاصې پرتې وي خو اوس چې دهغه د واکمنۍ دوه نیمه موده تیره شوه نو هم لا داسې نه دي شوي.

خبریال طاهر خان وي او ای ډیوه ته وویل دعمران خان حکومت افغانستان سره د راشه درشه اؤ تجارت سیوا کولو دپاره یو څه ګامونه ضرور اخستي دي اؤ دچمن اؤ تورخم پولو ترڅنګ دغلام خان،خرلاچۍ اؤ انګور ادې دلارو په پرانستلو کې پرمختګ شوی دی.

هغه وویل عمران خان دخلاصو پولو خواهش څرګند کړی دی خو ورسره یې دا هم ویلي دي چې دتجارانو دپاره پولې خلاصې لیدل غواړي

دهغه په وینا د کال ۲۰۱۶ م راپدیخوا چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ په پوله د اوښتو دپاره ویزه لازم کړل شوې ده دهغې راپدیخوا په ګډه پوله دپاکستان پوځ ازغن تار هم لګولی دی اؤ پاکستان د ویزو دپاره یو ځانګړی نظام رامنځته کړی دی.

طاهر خان وایي اوس د پولې زیاتره چارې پوځ پخپل لاس کې نیولي دي نو دا تمه به بې ځایه وي چې ګنې حالات به زاړه ډګر ته راوګرځي اؤ دعامو خلکو دپاره به هم په پوله اوښتو دپاره دویزو شرط ختم کړل شي.

خو دهغه په وینا” البته که دواړه هیوادونه وغواړي نو د ویزو په برخه کې هم یو بل ته ښې اسانۍ پیدا کولی شي چې له دې لارې ولسي راشه درشه هم سیوا کیدای شي اؤ دتجارت په شمول ورسره نورې خپل منځي اړېکې هم پیاوړې کیدای شي”

خبریال طاهر خان زیاته کړه دواړه هیوادونه ددې خبرې ادارک لري چې د تجارت کچه یې ډيره زیاته راټيټه شوې ده اؤ ددې تجارت سیوا کولو دپاره ښې موقعې هم شته ،نو ځکه اوس اړېنه ده چې تجارانو ته په پولو ښې اسانۍ ورکړل شي اؤ له دې لارې دواړه خواږې خپل مالونه په اسانه سره نړیوالو منډهیانو ته ورسوي.

هغه وویل د ویزو په برخه کې که پاکستان نه د نرمښت هېلې کیږي نو افغانستان څخه هم دغه هېلې شتون لري ځکه چې هلته دپاکستان ډير طالبعلمان سبقونه وایي اؤ خلک کاروبارونه هم کوي خو دافغانستان لخوا ورته یوازې د درېوؤ‌ میاشتو ویزه ورکول کیږي اؤ هغوئ بیا مجبور وي چې درېوؤ‌ میاشتو کې پاکستان ته راستانه شي.

پاکستان د ستمبر په وروستيو کې د افغانستان دپاره نوې ويزه پاليسي اعلان کړې وه او ویل شوي ؤ د پاکستان کابينې منظور ورکړې افغانانو ته به په اسانۍ سره د ډېرو پېرو د تګ راتګ دپاره ويزه ورکوي، ورسره به سوداګرو ته د اوږدې مودې دپاره د ويزې سره زده کوونکو او پانګه والو ته هم ويزې ورکوي او ناروغانو ته به په پوله ويزه ورکولی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي