شاته

په یو شمېر اسلامي ملکونو کې د فرانس غندنه او د مصنوعاتو یې د بایکاټ غوښتنه شوي

په بنګله دېش کې په زرګونو خلکو د فرانس صدر خلاف احتجاج وکړو او د ترکي صدر رجب طېب اردوان او د منځني ختیځ یو شمېر ملکونو د فرانس د مصنوعاتو د بایکاټ غوښتنه کړې ده. د سعودي عرب خارجه وزارت ویلي د پېغمبر اسلام د راپاروونکو خاکو غندنه کوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم ویلي د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران خبرې د اسلام په ضد جذبات راپارولی شي.

د سعودي حکومتي خبري ادارې سعودي پرېس اېجنسي د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې خارجه وزارت د بیان له قوله وویل چې سعودي اسلام د ترهګرۍ سره د تړلو مخالفت او د راپاروونکو خاکو غندنه کوي. د خارجه وزارت په بیان کې د پېغمبر اسلام د رحم دلۍ، انصاف او زغم ‌ذکر هم شوی دی او ځینو سعودي عالمانو صبر نه د کار اخیستلو غوښتنه کړې ده.

قطر هم د فرانسیسي صدر د وېنا کړې او حکومت په یو بیان کې وویل داسې ډول راپارونکي بیان بازي د مسلمانانو خلاف جذبات راپاروي.

اېسوسي اېټیډ پرېس خبري اداره وايي د نهې، سه شنبې، په ورځ د بنګله دېش سرښار ‌‌ډهاکه کې قریباً ۱۰۰۰۰ کسانو د فرانس صدر اېمېنوېل مېکرا د هغه وېنا په ضد احتجاج وکړو چې هغه پکې د پېغمبر اسلام د خاګو جوړول د رای د ازادۍ معامله بللې ده.

اېمېنوېل مېکران د اسلام په اړه ورستۍ خبرې په فرانس کې د تاریخ د استاذ د سر قلم کېدو نه پس کړې دي. مقتول استاذ په خپل کلاس کې د پېغمبر اسلام خاکي ښودلې وې او وروسته بیا یو ۱۸ کلن ځوان ووژلو. خبري رپورټونه وايي دغه ځوان چې پولیس په ډزو وژلې چېچن وو او په فرانس کې یې پناه اخیستې وه.

د ترکي صدر رجب طېب اردوان د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټېلې وژن قام ته وېنا کې د فرانس د مصنوعاتو د بایکاټ غوښتنه وکړه او په فرانس یې د اسلام خلاف د تبلیغاتو الزام ولګولو.

د رپورټونو ترمخه اردوان ويلي د فرانس صدر باید د خپل سر طبي معاینه وکړي او په ځواب کې فرانس د ترکي نه خپل سفیر بېرته رابللی دی.

ترک صدر د يورپین یونین په ملکونو غږ وکړو چې په فرانسوي صدر دې د هغه ګامونو نه منع کړي چې هغه یې د اسلامي بېلتون غوښۍ خلاف اخلي. مېکران ویلي په فرانس کې د مسلمانانو ځینې ټولنې د بېلتون خوښۍ د خطر سره مخامخ دي.

د بي بي سي خبري ادارې ترمخه اردوان وویل یورپي مشران دې د فرانس صدر د نفرت د کېمپېن څخه ودروي.

د بي بي سي ترمخه مېکران ویلي اسلام د کړکېچ سره مخامخ دی او د بېلتون خوښۍ خلاف یې ګامونه اعلان کړي دي.

د ترکي نه علاوه د منځني خیتځ په یو شمېر ملکونو کې هم د فرانس د مصنوعاتو د بایکاټ اعلان شوی دی.

په منځني ختیځ کې د کوېت دوکانونو د خپلو المارو نه د فرانس د ماستو ډبي، پنیر او د اوبو بوتلې لرې کړي او د قطر یونیورسټۍ د فرانس د ثقافت نندارتون منسوخ کړو. په سعودي عرب او یو ای ايي کې د فرانس د دوکانونو کېرفور نومې کمپنۍ د بایکاټ غوښتنې کېدلې.

پاکستان، اردن او ایران په دغو ملکونو کې پرځای د فرانس سفارتکارانو ته احتجاجونه کړي.