شاته

سنا د سترې محکمې غړیتوب ته د ټرمپ نومانده تائید کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو سنا د دغه هېواد د سترې محکمې غړیتوب ته د ولسمشر ټرمپ نوماندې امي باریت ته د تائیدۍ رایه ورکړه.

سنا له څو ورځو استماعیه غونډې او پوښتنو وروسته د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم ۵) ناوخته د هغه د تائید او رد لپاره رایه واچوله.

په سنا کې ټول ۱۰۰ غړي دي چې ۵۳ یې د جمهوري غوښتونکي ګوند استازي دي.

مېرمن باریت ۵۲ د تائید رایې ترلاسه کړې او په دې حساب د امریکا د متحدو ایالتونو د سترې محکمې نهمه غړې شوه.

د امریکا په سنا کې جمهوري غوښتونکي اکثریت دی او له اول نه هم ویل کېدل چې هغه به د تائید رایه واخلي.

سناتوره سوزان کولینز د جمهوریت غوښتونکو یوازینۍ غړې وه چې مېرمن باریت ته یې د تائید رایه ورنکړه.

سوزان کولینز وايي چې انتخابات نژدې دي او دا نغواړي چې په داسې یو وخت کې دا ډول رایه ورکړي.

د دموکرات ګوند غړو هم ټېنګار کاوه چې باید د سترې محکمې غړیتوب ته د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته بریالی ولسمشر یو کس معرفي کړي.

اسوشیتډپرس وايي په تېرو ۱۵۰ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د امریکا سنا کې د سترې محکمې غړیتوب ته نوماند/نوماندې ته د بل ګوند غړو د تائیدۍ هېڅ رایه ورنکړه.

امی باریت د امریکا د متحدو ایالتونو د سترې محکمې د یوې بلې غړې روت بدر ګینزبرګ چې څه موده مخکې د سرطان له کبله مړه شوه، په ځای ټاکل شوې ده.

د امریکا ستره محکمه نهه غړې لري چې په دې سره یې شپږ غړي محافظه کاران شول.

د قانون له مخې دوی باید د هېڅ‌ یو سیاسي ګوند غړي نه وي او د ژوند تر پایه به د سترې محکمې غړې وې.