شاته

پېښور: په مدرسه کې چاؤدنه شوې اووه تنه پکې وژل شوي د 70 نه زيات ژوبل

د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په کوهاټ روډ دپاسه په دير کالونۍ کې يوه دينې مدرسه کې چاؤدنه شوې چې پکې اووه تنه وژل شوي او د 70 نه زيات ژوبل شوي دي.

د پېښور د لېډي ريډنګ روغتون وياند عاصم وي او ای ډیوه سره په خبرو کې تاييد کړه چې روغتون ته اووه مړي او د 70 نه زیات ژوبل کسان راوړل شوي دي.

هغه وويل په مړه شوؤ کې څلور د مدرسې زده کوونکي او درې کسان داسې دي چې عمرونه يې د 20 نه تر 30 کلونو پورې دي.

د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند کامران بنګش ځايي ميډيا سره په خبرو کې وويل د چاؤدنې غندنه کوي او اړونده ادارو د پېښې پلټنې پېل کړي دي، د نوموړي په وېنا نور جزیات به وروسته شريک کړي.

د پېښور پولیس چارواکو ويلي په ابتدايي توګه مالومه شوې چې چاؤدنه په بارودي موادو شوې او بارودي چاؤدېدونکي مواد په يو بېګ کې اېښودل شوي وو.

د پوليسو په وېنا د چاؤدنې په وخت په مدرسه کې د 100 پورې زده کوونکي او نور کسان هم موجود وو.

په چاؤدنه کې ژوبل کسان د پېښور لېډي رېډنګ روغتون ته منتقل کړی شوي او د روغتون د چارواکو په وېنا په ژوبلو کې د ځينو روغتيايي حالت خطرناک دی.

د کامران بنګش په وېنا په لېډي روغتون کې بېړني حالت په ځای کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.