شاته

د بشري حقونو وزیرې په پاکستان کې د بې درکه کسانو په اړه د حزب اختلاف خبرې رد کړې

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيري شيرين مزاري د حکومت مخالفه پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو او د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند د مرستيالې مشرې مريم نواز له خـوا د بې درکه خلکو معامله په راوچتولو حيرانتيا ښودلې.

د ټويټ د لارې خپل بيان کې شيرين مزاري ويلي داسې لګي مريم نواز ناڅاپي د دې نه خبرشوه ګنې پيپلز پارټي او مسلم ليګ نواز ګوند د خپلو واکمنو په وخت خاموش وو.

شيرين مزاري دعوه کړې د تحريک انصاف حکومت د جبري اوچتولو پيښو ته پام لرنې له امله اوس د شريف او بهټو کورنۍ وارثان هم په ډاډ خبرې کوې.

١١ حکومت مخالفه ګوندونو باندې ګډ اتحاديه پاکستان جمهوري تحريک احتجاجي غونډو کې د لادرکې پيښو ته سخت غبرګون ښاي.

په کوټه کې د غونډې په مهال مريم نواز دغلته راغلي د بې درکه تنانو د کورنيو غړو سره وليدل او ورسره ېې د يووالي څرګندونه وکړه.

پاکستان کې د بې درکه خلکو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن موده پاى ته د رسيدو له امله دا اوس غير فعاله دی.

په وروستیو ورځو کې مرکزي حکومت د لارکه تنانو په معامله د بېلابېلو وزارتونو باندې ګډه کميټي ټاکلې او شيرين مزاري دا هم د خپل حکومت لاسته راوړنه بللي.

خو د پاکستان په کچه د بشرې حقونو تنظيم اپچ ار سي پي د ايګزيکټيو کميټې غړې شير محمد خان د شيرين مزاري دعوې بي ځایه بللي.

هغه ډيوه ته ويلي پېښور هايي کورټ د تحريک انصاف صوبايي حکومت د حراستي مرکزونو په اړه قانون رد کوولو پريکړې په ضد حکومت دا سپريم کورټ نه سټی ارډر يا د ځنډولو حکم اخیستی چې له امله یې دا رېاستي ادارو قبايلي ضلعو او د صوبې نورو برخو کې جوړ حراستي مرکزونو ته قانوني تحفظ تر لاسه شوی بيا د شير محمد ايډوکيټ په خبره شيرين مزاري په کومه خله دعوې کوي.

بل اړخ ته د اسلام اباد پـوليس له خوا سپرېم کورټ ته د خبريال مطيح الله جان د تښتول کېدو د پلټنو رپورټ کې ويلې د پيښې ويډيو کې ملزمان پيژندل ممکنه نه دي.

پي ټي ايم ،بلوڅ ملت پاله ګوندونه او دبشري حقونو تنظيمونه پاکستان کې د ورکو تنانانو شميرې زر ګونو کې ښاي او پوځي استخباراتي ادارو پله ګتې اوچتوي.

خو د پاکستان پوځ دغه پيښو کې د ککړتيا تورونه ردوي.