شاته

د عمران خان د خط په اړه فېس بک وايي د مذهب، نسل او قامیت په بنیاد د حملو اجازت نه ورکوي

فېس بک ته د وزیراعظم عمران خان د دې خط په اړه چې د اسلام خلاف پېغامونو ته دې ځای نه ورکوي، د فېس بک ترجمانې رویټرز خبري ادارې ته وویل چې هېڅ چا ته د مذهب، نسل او قامیت په بنیاد د حملو اجازت نه ورکوي او د اسلام سره د تړلو پوسټونو د لرې کوولو غوښتنې پاکستان د بل هر اسلامي ملک نه زیاتې کوي.

د فېس بک ترجماني په یو بیان کې رویټرز ته وویل فېس بک هیڅ چاتا اجازت نه ورکوي چې د مذهب، نسل او قامیت په بنیاد په چا حملې وکړی شي.

رویټرز د یوې سرچینې له قوله وویل د اسلام په اړه د موادو لرې کوولو غوښتنې پاکستان د بل هر اسلامي ملک نه زیاتې کوي. هم دغه ډول پاکستان د روس پسې دویم ملک وو چې د ۲۰۱۹ د ډسمبر د میاشت پورې په شپږو میاشتو کې یې د موادو د لرې کوولو غوښتنې کړې وې.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ عمران خان په یو بیان کې د فېس بک نه وغوښتل چې فېس بک چې څه رنګ د یهودیانو د قتل عام یا د هالو کاسټ د ردوولو او یا د دې نه د انکار پوسټونه لرې کوي هم دغه ډول دې د اسلام د توهین مواد هم لري کوي.

عمران خان د فرانس په صدر اېمېنوېل مېکران هم تنقید وکړو چې د هغه په وېنا د اسلام په اړه یې د ناپوهۍ په بنیاد خبرې کړي دي او د ګل، دوشنبې، په ورځ د پاکستان خارجه وزارت وویل په اسلام اباد کې د فرانس سفیر خارجه وزارت ته رابلل شوی و او ورته په فرانس کې د پېغمبر اسلام د خاکو په شایع کېدو د پاکستاني ولس جذبات ښکاره کړی شول.

د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون دغه جنجال پاروونکې تبصرې پس له هغه کړې وې چې یو مسلمان وګړي پېرس ته نږدې د عام سړک په سر د یو سکول د استاذ سرغوڅ کړ او لویه هنګامه یې جوړه کړه. هغه استاذ ساموئل پاتي نومېده چې خپل کلاس ته د سبق ویلو په لړ کې یې د اسلام د پیغمبر خاکې شاګردانو ته ښودلې وې او په همدې باندې یو تن مسلمان د هغه نه سر پرې کړ. د فرانس صدر هغه وژل شوي استاذ ته د یو اتل یا هیرو نوم ورکړ او ویې ویل چې اسلامپاله کسان فرانس ته یوه خطره ده.

فېسبوک ته پخپل خط کې، عمران خان بیا دا اشاره کړې ده چې په فرانس کې اسلام د ترهګرۍ سره تړلی ګرځول شوی او هلته کې د اسلام ضد کفري خاکو خپرولو ته اجازت ورکول شوی دی.

عمران خان په خط کې زیاته کړې ده، «د دې نتیجه به په فرانس کې د مسلمانانو لا جدا کېدل او ګوښې ته کېدل وي. د فرانس خلک به څنګه وکړای شي چې د تندلارو مسلمان شهریانو او د مېنسټریم یا عام مسلمان شهري ترمنځ فرق وکړي؟»

د وزیراعظم عمران خان دا خبرې، چې په سوشل مېډیا یې د ګڼو کسانو لخوا هرکلی شوی دی، په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د پاکستان داخلي سیاسي حالات نن سبا حساس دي او د عمران خان مخالف ګوندونه ټول یو لاس شوي او خلاف یې لوی لوی جلوسونه رایستلي او د څېړنکارانو په وینا، د عمران خان حکومت یې د داخلي سیاستونو له وجې تر فشار لاندې راوستلی دی.