په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال
واشنګټن – په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۴۰.۶ میلیونو او د مړو شمېر له یولس لکو څخه زیات شوی دی. دغه ډول په امریکا کې پرې له ۸.۴ میلیونو څخه زیات کسان اخته او له ۲۲۵۰۰۰ زیات مړه شوي دي.
په اروپا کې په ایرلېنډ کې د کورونا د پېښو له زیاتېدو سره تر ټولو سخت بندیزونه لګول شوي دي.
حکومت خلکو ته ویلي، چې له خپلو کورونو څخه دې تر پنځو کیلومترو لېرې نه ځي، غیر ضروري دوکانونه دې وتړي او یو کم شمېر رسټورانټونه به یواځې د وړلو لپاره خواړه تیاروي.
د جرمني د بېوریا په برخه کې به د نهې یا سې شنبې په ورځ سخت لاک ډاون ولګېږي.
چارواکو یې د ګل یا دوشنبی په ورځ اعلان وکړ چې اوسېدونکو ته به اجازه نه وي چې له کوم سبب پرته تر دوو اونیو پورې له خپلو کورونو څخه ووځي.
ښونځي، رسټورانټونه او هوټلونه به تړلي وي تر څو د وایرس د خپرېدو مخه ونیول شي.
په برتانیه کې وېلز دوهم ښار شو چې د اقتصاد زیاته برخه به پکې تړلې وي او د برتانیې لومړي وزیر بورېس جانسن تر اوسه دا نه ده منلې چې ورته ګامونه په ټوله برتانیه کې واخېستل شي.
د وېلش حکومت د ګل په ورځ وویل، چې دوی ب غیر ضروري دوکانونه او د سېلګرۍ کاروبار سر د جمعې له ورځې وتړي.
په شمالي ایرلېنډ کې د لاک ډاون د نویو تګلارو امر شوی. ښونځي پکې تر دوو اونیو پورې تړل شوي او د بارونو او رسټورانټونو په ګډون نور کاروبارونه تر یوې میاشتې پورې تړل شوي دي.
د پولېنډ حګومت ویلي، دوی په وارسا کې خپل ملي سټېډیم په روغتون باندې بدلوي تر څو د کورونا د زیاتېدونکو ناروغانو د درملنې جوګه شي.
اروپايي ټولنې د ګل یا دوشنبې په ورځ داسې یو سیستم پرانېست چې د کورونا په اړه د معلوماتو اپونه پرې نښلول کېږي چې پیل یې له جرمني، ایټالیا او ایرلېنډ څخه وو.
په امریکا کې د کورونا پېښې همداسې په زیاتېدو دي او رویټرز موندلې چې په تېره اونۍ کې د کورونا په پېښو کې ۱۳ فیصده زیاتوالی راغلی.
د روغتیا نړیوالې ادارې د ګل په ورځ وویل، چې اروپا او امریکا باید د اسیايي هېوادونو لاره خپله کړي او ټول هغه خلک قرنطین کړي څوک چې په کورونا اخته کسانو سره نېږدې شوي وي.
په استرالیا کې بیا د مېلبورن ښار ورو ورو له درې میاشتنې لاک ډاون څخه راوځي. د پلازمېنې په ویکټوریا کې هغه مهال لاک ډاون نرم شو کله چې د اتوار یا یکشنبې په ورځ پکې د یواځې دوو نویو پېښو راپور ورکړل شو او مړینه پکې نه وه.
په ایران کې د ګل په ورځ له کورونا څخه د ۳۳۷ مړینو راپور ورکړل شوی چې دا په یوه ورځ کې دغلته له کورونا څخه تر ټولو لوړه شمېره ده.