شاته

عمران خان ویره لري چې د زیاتې فضايي خیچن والي په ښارونو کې کرونا وایرس بیا خپرېدلی شي

د پاکستان وزير اعظم عمران خان ویره څرګنده کړې چې د پاکستان په هغو ښارونو کې چې په فضا کې یې خیچن والی ډیر دی په راتلونکو میاشتو کې پکې د کرونا وايرس بیا خپرېدلی شي.

عمران خان دا بيان په داسې مهال ورکړی چې د صحت چارو پوهان وايي دوی ته د تېر وخت په پرتله اوس بيا د کرونا ناروغان په زيات تعداد کې ورځي۔

ماهرين زياتوي په ککړه هوا کي وايرس د زيات وخت د پاره د پاتې کېدو له امله ګڼ شمير خلق ناروغه کېدلی شي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د صحت د محکمې يو چارواکي وينا ده صوبايي حکومت د وړاندې نه د کرونا مريضانو د درملنې د پاره اقدامات کړي او که چېرې د کرونا په پېښو کې زياتوالی کیږی نو مخنيوی به يې دوي له پاره ممکن وي خو دوي اوس هم په خلکو د احتياط نه د کار اخېستو غوښتنه کوي.

د کرونا وايرس په پېښو کې د زياتوالي په اړه د صوابۍ باچا خان مېډيکل کمپلېکس کې د سينې د مرضونو متخصص ډاکټر ضياالحق وايي د تېرې خوا وشاه يوې نيمې مياشتې دوران خو د کرونا مريضان کم وو ولې په دې لګو ورځو کې دوي يو ځل بيا په دغه پېښو کې زياتوالی ويني۔ د نوموړي وېنا ده په يخنۍ کې هوا زياته خيچنه وي او په هوا کې موجودو زرو له امله کرونا وايرس د زيات وخت د پاره په فضا کې پاتی کېدلی او خورېدلی شي۔

" يو کس ټوخی وکړي نو د هغه د خولې نه وتکونکي زرات په هوا کې معلق وي نو څونکې يخنۍ کې يو خو دا ټوخي زيات شي او بل دوړې وي نو په هغې کې د ډېر وخت د پاره دا زرات ګرځي نو څومره ډېر وخت د پاره چې دا زرات توېږي راتوېږي نو دومره د ( کرونا خورېدو) چانسز يا موقعې ډېرې وي"

نوموړي زياته کړه د کرونا وايرس له امله د صحت مند انسان په پرتله زياتره هغه خلق د مرګ خولې ته ورسي څوک چې د وړاندې نه د زړه، سينې او نورو خطرناکو بيمارو سره مخ وي۔

" چونکی د يخنۍ په موسم کې د سينې بيمارۍ سوا کېږي او د کوډ يا کرونا واله ناروغۍ کې هم سينه متاثره کېږي ځکه چې نمونيا ورسره وشي نو ظاهره خبره ده هغې سره دا مرض زيات شي، نو د هغې نه د خونديتوب د پاره د صحت محکمی د وېنا مطابق د مخ پټولو ماسک کارول پکار دي"

د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي چي د اکتوبر او نومبر مياشتو دوران فېصل آباد، لاهور، کرچۍ، ګوجرانوله او پېښور کې د زياتې الودګۍ له امله د کرونا وايرس په پېښو کې يو ځل بيا زياتوالی راتلی شي۔ پېښور ښار کې د هوا د ککړتيا د مخنوي د پاره څه ډول اقدامت شوي، د دې پښتنې د پاره مو د خېبر پښتونخوا د ماحول خوندي کولو ادارې يا د انوائرمنټل پروټېکشن ايجنسۍ مشر ډاکټر بشير خان سره تماس ونيو خو د هغه وېنا وه چې د مصروفياتو له امله پرې دا وخت خبرې نه شي کولې۔

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې د عامی روغتيا د څانګې مشر او د کرونا وبا د پاره ټاکلی شوي چارواکي ډاکټر اکرام الله خان وي او ای ډيوه ته ويل چې د صوبې په کچه د کرونا وايرس په ناروغانو کې تر ډېر حده پورې کمی راغلی او که چرې په پېښو کې زياتوالې مخې ته راځي نو صوبايي حکومت يې مخنيوي ته چمتو دی۔

" کوم تنان چې بيمار شي او د هغو حالات تشويشناک کېږي نو د هغو د پاره زمونږه هسپتالونه د الله شکر دی بلکل تيار دي، زرو پورې زمونږه ايي سي يو بسترې دي، زرو پورې زمونږه ايچ ډي يو بسترې يا بيډز دي، خواوشا شپږ زرو پورې زمونږه ايسوليشن بسترې دي خو مونږه بيا هم په احتياطي تدبيرونو زور ورکوو چې خلک ناروغه نه شي"

په پاکستان کې د صحت قامي ادارې شمېر ښايي د هېواد په کچه تر دې دمه د کرونا وايرس نه 323،452 تنان ناروغه شوي او 6،659 تنانو د ياد رنځ له امله ژوند د لاسه ورکړېدی۔ شمېرې ښايي چې په دغه رنځ اخته تنانو کې 307،409 تنان صحتمند شويدي۔