شاته

دکرکې نه د ډکو تقريرونو په تور دمسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز او نورو باندى مقدمه درج شوې

د لاهور په شاهدره پوليس تهاڼه کې د هیواد د سلامتیا د ادارو په ضد دکرکې نه ډکو تقريرونو په تور دمسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز او د هغې په خاوند کيپټن صفدر باندى مقدمه درج شوېده.

ايف اي ار کې د ګوند 2000 نه زيات غړو باندې د تېرې جمعې په ورځ د مرېم نواز په مشرۍ کې په لاهور کې د سړک تړلو او د اولس په تک راتګ کې د خنډانو اچولو تور هم لګول شوی دی.

په مريم نواز او دهغي په پلار نواز شريف باندې د وړاندې نه هم د بغاوت مقدمه درج ده.

پخواني وزېر اعظم نواز شريف حکومت مخالفه احتجاجي جلسو کې د پوځ سرلښکر جرنل قمر جاوېد باجوه او د آې ايس آي مشر جرنل فيض حميد باندې د عمران خان سره د بې ځايه مرستو اود عمران خان د وزېر اعظم جوړولو تورونه لګولوي وو.

د سه شنبې په ورځ د ټويټ د لارې مريم نواز وویل چې مخالفين د عقل په ځاې څومره طاقت کاروي نو دومره به په خلکو کې رسوا کیږي.

د پاکستان په مرکز او پنجاب کې واکمن تحريک انصاف ګوند تور لګوي نواز شريف د خپلو تقرېرونو د لارې د هند او د پاکستان د پوځ مخالفو قوتونو پروپیګنډو ته وده ورکوي.

په عکس العمل کې د مسلم ليګ نواز ګوند د هيواد بل پخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي ويلي د نواز شريف بيانييه د پاکستاني د اولس په خلې ده.

عباسي زياته کړې دا پوځ سويلين چارو کې لاس وهنې خبره اوس هر يو پاکستاني کوي.

خو وتلی خبريال او څيړونکی مشتاق يوسفزی وايي د اولسي مرستو تر لاسه کوولو لپاره نواز شريف يا بل هر يو سياستمدار ته به د عمل نه ثابتوول وي چې دوي خپل شخصي يا سياسي ګټې نه خو پاکستان کې د منتخب پارلېمان او دستور سر لوړي غواړي.

بل اړخ ته لاهور احتساب عدالت د روپو غير قانوني انتقال او امدن نه زياتې اثاثې لرلو په تور کې ګرفتار د نواز شريف ورور او په ملي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر شهباز شريف په عدالتي ريمانډ جېل ته لېګلې دی.

حکومت او د احتساب اداره د مخالفو ګوندونو له خوا داحتساب په نوم د مخالفو سېاستمداران د ځورولو تورونه بې ځايه بلي خو وزير اعظم عمران خان په نېب او ملکي عدالتونو باندې مالي درغلېو کې ککړو مخالفو سېاستمدرانو د قضييو د ګړندىوپريکړو ټينګار هم کوي.

عمران خان د مالي درغلېو په تور بنديوانو سياستمدارانو سره راتلونکې کې د سختۍ کولو او په جيل کې دوي د اسانتياوو نه محرومه ساتلو اعلان هم کړيدی.