شاته

د امریکا د انتخاباتي مناظرې لپاره نوی رول وټاکل شو 

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست وروستۍ مناظره به د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۲۲ کیږي.

د دغې مناظرې لپاره یو مهم رول دا ټاکل شوی دی چې کاندیدان به د یو بل په خبرو کې مداخله نه کوي او یو چې غږیږي بل به یې په خبرو کې نه دانګي.

تر دې مخکې په لومړۍ مناظرې کې یو انتقاد دا و چې کاندیدانو د یو بل په خبرو کې مداخلې کولي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي سره له دې چې د مناظرې نوی ترتیب یې نه دی خوښ، خو بیا به هم په مناظرې کې برخه اخلي.

د دغې مناظرې چلوونکې د سپینې ماڼۍ لپاره د (ان بي سي) تلویزون خبریاله کرېسټن ویلکر ده.

د ۹۰ دقیقو دغه مخامخ تلویزوني مناظره به د تینیسي په ایالت کې وي او په ځايي وخت د ماسختن په ۹:۰۰ بجو به پیلیږي.

په دغې مناظرې کې به په شپږو موضوعګانو: د کرونا سره مبارزه، د امریکایانو ژوند، په امریکا کې نژاد، د اقلیم بدلون، ملي امنیت او رهبریت به پوښتنې او بحثونه کیږي.

ولسمشر ټرمپ د کمپاین ډله وايي چې باید په مناظرې کې ډېر بحث په نړیوالو مسایلو شوې وای، خو د بایډن د کمپاین دفتر وايي چې ولسمشر ټرمپ نغواړي د کروناویروس سره په مبارزې خبرې وکړې.

د هرې مسئلې لپاره به۱۵ دقېقې وخت ورکول کیږي چې کاندیدان پرې خپله تګلاره روښانه کړي.

د امریکا د جمهوري ریاست لومړۍ انتخاباتي مناظره د سپتمبر په ۲۹ وشوه او دویمه یې لغوه شوه. د امریکا انتخابات د نومبر په درېیمه کیږي خو راپورونه وايي چې وار د مخه څه باندې ۲۲ میلیون امریکایانو حضوري او د پوستې له لارې رایې ورکړې دي.