شاته

اسرائیل ته د متحده عربي اماراتو د پلاوی لومړنی سفر

د متحدو عربو اماراتو د اقتصاد وزیر او د مالي وزیر د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۹) تل ابیب ته تللي‌ دي.

د اماراتو له پلاوي سره د امریکا د متحدو ایالتونو د مالي وزیر او ځینې نور امریکايي چارواکي هم مله وو.

دا د امریکا په منځګړتوب د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سولې له تړون وروسته تل ابیب ته د اماراتو د یو لوړ پوړي چارواکي دا ډول لومړی سفر بلل کیږي.

د اسرائیل صدراعظم بینیامن نتنیاهو د دغه پلاوي هرکلی وکړ او وویل: « زه فکر کوم چې د متحدو عربو اماراتو د داسې لوړ پوړي پلاوي راتګ به زموږ خلکو، سیمې او ټولې نړۍ ته د سولیزو، عادي او دوستانه اړیکو ګټې ښکاره کړي.»

دواړو خواو د پانګونې، علمي، هوانوردۍ او د ویزې د خدمتونو په برخو کې تړونونو لاسلیک کړل.

د متحدو عربو اماراتو دمالي وزیر عبيد حميد الطايروویل: «دا تړونونه به زموږ د اقتصاد او خلکو ته د پرمختګ لوی فرصتونه برابرکړي. د دواړو حکومتونو په اړیکوکې وار د مخه ښه پرمختګونه شوي‌ دي‌او هیله لرو چې تاسو (اسرئیل چارواکي) هم ژر په متحدو عربو اماراتو کې ووینو.»

متحده عرب امارات او بحرین دوه عرب هېوادونه دي چې تازه یې له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو تړونونه لاسلیک کړي.

تر دې مخکې اردن او مصر هم له اسرائیل سره عادي اړیکې لرلې.

فلسطینانونو دا تړونونه او اسرائیل ته د متحدو عربو اماراتو د چارواکو سفر غندلي دي.

د فلسطین د ازادۍ د غورځنګ د اجرايي کمېټې مشر واصل ابو یوسف اسرائيل ته د اماراتو د چارواکو سفر «شرموونکی» بللی دی.

هغه وویل: «دا دوه اړخیز تړونونه چې نن اعلان شول او د پلاوي سفرونه چې کیږي، دا ټول اشغال ته زمینه برابروي چې د فلسطینانو په ضد خپل یرغل، جنایت، عصبیت او جهالت زیات کړي.»

په غزې کې د حماس ډلې ویاند ویلي‌ دي: «دا ډول سفرونه اشغال هڅوي چې په لویدیځه غاړه کې د ځمکو تدریجي‌ یوځای کول/نیول روان وساتي.»

اسرائیل ته د متحده عربو اماراتو له پلاوي سره په دغه سفر کې د امریکا د مالي وزیر سټېون مانوشن هم مل و. هغه وویل: «دا یوه تاریخي شېبه وه. د اقتصادي غوړېدا امنیت غښتلی کوي.»