BBC
 شاته

ډونلډ ټرمپ: د جنسي ځورونې تورونه 'په بشپړه توګه درواغ' دي

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ د ښځو جنسي ځورونې وروستي تورونه رد کړي او هغه یې 'په بشپړه توګه درواغ' بللي دي. یو شمېر ښځو له څو امریکایي رسنیو سره خبرو کې ادعا کړې چې ښاغلي ټرمپ په بېلابېلو وختونو کې له هغوی سره ناسم چلند کړی او له رضایت پرته یې هغوی په جنسي موخه لمس کړي.