شاته

پاکستان په مشروط ډول د ټک ټاک خلاصولو فیصله کړې

پاکستان ویلي د لنډو ویډیو ګانو خپرولو لپاره مشهور ټک ټاک باندې د بندیز ختمولو فیصله کړی. دغه فیصله د ټک ټاک کمپنۍ لخوا د ٫٫ غیراخلاقي٬٬ او ٫٫ غیرقانوني٬٬ موادو د نه ښودلو د ضمانت وروسته شوې ده.

پاکستان کې د موصلاتو قامي ادارې پي ټي ای لخوا ۱۰ ورځې وړاندې په ټک ټاک باندې د غیرمناسب او غیر اخلاقي موادو خپریدو په سر عارضي بندیز لګول شوی وو. ادارې ویلي وو دغه مواد ٫٫ په ټولنه منفي اغیز٬٬ کوي.

پاکستان ټیلي کمېونیکېشن اتهارټۍ د خپلې فیصلې دفاع کړې وه او زیاته کړې یې وه چې د ټک ټاک کمپنۍ ته یې د دوي اندېښنو ته د ځواب ورکولو لپاره مناسب وخت ورکړی وو.

د ګل په ورځ د پي ټي ای لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي ٫٫ د ټک ټاک بیرته پرځاې کول د دې شراېطو سره تړلي چې دوي به غیر اخلاقي او فحش مواد نه ښايي، او د ټولنی اقدار او ارزښتونو سپکاوی به کیږي.٬٬ په بیان کې دا خبرداری هم ورکړل شوی ٫٫ که چرې دغه شرطونه پوره نه شول نو پي ټي ای به په دغه اېپلیکېشن مستقل بندیز لګوي.٬٬

د پي ټي ای تر مخه د ټک ټاک کمپنۍ مشرانو دا باور ورکړی چې دوي به پاکستان کې په ټک ټاک د ٫٫ غیرقانوني٫٫ موادو د مخنیوي لپاره مېکېنزم یا طریقه کار جوړوي.

د چین باېټ ډانس نومې کمپني چې د ټک ټاک ملکیت لري، تر اوسه پاکستان کې د ټک ټاک بیا پرځاې کیدلو په اړه څه نه دي ویلی. وړاندې کمپنۍ دغه بندیز ته ٫٫ د مایوسې ډک٬٬ ویلي وو.

پاکستان یواځینی هیواد نه دی چرته چې د ټولنیزو رسنیو دغه پلېټ فارم ( اېپلیکېشن) د حکومت لخوا د فشار سره مخ دی.

د پاکستان ګاونډي هیواد هندوستان د ټک ټاک په شمول په درځنو نور هغه موباېل اېپلیکېشنز تړلي چې د چینايي کمپنیانو لخوا جوړ شوي او د هلته نه چلیږي. هندوستان د دغه بندیز علتونه د انټرنېټ امنیت یا ساېبر سېکورټي ښودلې وه.

ټک ټاک په امریکا کې هم د څارنې او نیوکو لاندې دی. امریکا د ټک ټاک د امدن تر ټولو لوې مارکیټ دی.‌