شاته

د مېلینونو په شمېر کې امریکایانو په صدارتي انتخاباتو کې رای ورکړي دي

د امریکې صدارتي انتخابات د نومبر په دریمه کېدونکي دي خو په مېلینونو امریکایانو د اوس نه خپلې رای ورکړې دي او وېل کېږي د کرونا وایرس له امله په ریکارډ شمېره کې خلکو د ووټونو د ورځ نه وړاندې په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده.

د واک من ريپبلېکن پارټۍ ډانلډ ټرمپ د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی. د هغه حریف د ډېموکرېټک پارټۍ جوبایډن دی چې مخکې نایب صدر هم و. صدر ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ په نواډا ریاست کې او جوبایډن په نارت کېرولاینه ریاست کې انتخابي جلسو ته وېنا وکړې.

رویټرز خبري اداره د یونیورسټي اف فلورېډا د شمېر له قوله وايي جې د لږ تر لږه اویشت اشاره اووه مېلین امریکایانو یا د ډاک دلارې او یا د ووټونو په مرکزونو کې رای ورکړي دي. په امریکا کې ووټران د ووټونو د ورځ نه وړاندې په ډاک خپل ووټ استولی شي او په خصوصي پولنګ سټېشنونو کې د وخت نه وړاندې رای ورکولی شی.

په نارت کېرولاینا ریاست کې د درج شویو ووټرانو ۲۰ فیصد خلکو رای ورکړي او جو بایډن به خلکو غږ وکړو چې خپلې رای دې ورکړي. ډرهم ښار کې د جوبایډن په جلسه کې برخه وال په خپلو موټرو کې ناست وو او د هغه په تاید کې یې د موټرو هارنونه وغږول. په امریکا کې دې ډول جلسو ته ډرایو ان رېلي وېل کیږي.

صدر ټرمپ د اتوار، یکشنبې، ورځ په نواډا ریاست کې تېره کړه او د ریاست په مرکزي ښار لاس وېګس کې یې په کلیسا کې د اتوار، یکشنبې، د ورځ په مذهبي مراسمو کې شرکت وکړو.

رویټرز خبري اداره وايي په کلیسا کې د عبادت په وخت صدر ټرمپ ماسک نه وو لګولی. هغه او مېرمن یې په وروستیو ورځو کې د کرونا وایرس نه صحت یاب شوي او ډاکټرانو ویلي د علاج وروسته د صدر ټرمپ وایرس ټېسټ منفي موندل شوی.