شاته

په جنرل باجوه د نواز شریف نیوکو ته پوځ غلی خو عمران خان او وزیرانو یې سخت غبرګون ښودلی

د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف لخوا تیره شپه د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه باندې د سختو نیوکو وروسته د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د تحریک انصاف حکومت وزیرانو د نواز شریف دغه وینا ته سخت غبرګون شودلی.‌

د خالي/ شنبې په ورځ عمران خان په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ټاېګر فورس کنونشن ته د وینا په وخت ویلي، نواز شریف د پوځ مشران بدنامول غواړي او تور یې لګولی، نواز شریف خپل سیاست د پوځي اسټبلشمنټ په مرسته شورو کړی.

په ګوجرانواله کې د مخالفه سیاسي ګوندونو احتجاج ته د نواز شریف د وینا په ځواب کې عمران خان ویلي، نواز شریف د پوځ او استخباراتي ادارې د مشرانو پرضد نامناسبه ژبه په داسې وخت کارولی، چې پاکستاني پوځیان د قام لپاره خپل د خپل ژوند قربانۍ ورکوي.

په پاکستان کې د واکمن حکومت پر ضد د مخالف ګوندونو د احتجاجي تحريک لومړۍ غون‌‌‌‌‌‌ډې ته په وېنا کې تیره شپه پخواني وزير اعظم نواز شريف په لومړي ځل د پاکستان د پوځ اوسنی مشر جنرل قمر جاوېد باجوه دهغه [نواز شريف] د حکومت د ختمولو او عمران خان ته د واک ورکولو ذمه وار بللی.

د ګوجرانوالې غونډې ته وينا کې پخواني وزير اعظم نوازشريف د پوځ سرلښکر جرنل قمر جاويد باجوه ترڅنګ د آي ايس آي مشر جرنل فيض حميد باندې هم نيغ په نيغه د هغه حکومت د ختمولو او عمران خان اقتدار ته رسوولو تورونه ولګول.

د لندن څخه وېډيو لنک د لارې خپل تقرير کي نواز شريف د پوځ پخواني جرنيل او د پاکستان چين اقتصادي پروژې د حکومتي ادارې مشر عاصم سليم باجوه باندې بهرني هيوادونو کې د اربونو روپو پټې اثاثې لرلو معامله هم راپورته کړه او وه یې ویل په داسې لانجمن تن څنګه د سي پيک مشر پاتې کيدلې شي.

د پنجاب صوبې ګوجرانواله کې د پي ډي اېم جلسې ته د ښاغلي شريف تازه نيوکو ته که څه هم تر اوسه د پاکستان پوځ څه ځواب نه دی ویلی، خو د عمران خان تر څنګ د تحریک انصاف حکومت دوه وزیرانو نن اسلام اباد کې دغې ته غبرګون ښودلی.

د عمران خان وړاندې د تحریک انصاف حکومت دوو وزیرانو فواد چودهري او شبلي فراز په اسلام اباد کې یو خبري کانفرنس ته د وینا په وخت ویلي، د مخالفه ګوندونه لخوا د هیواد قامي ادارو باندې نیوکې کول هیواد ته زیان رسول دي.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز دغه خبري کانفرنس ته د وینا په وخت ویلي: ٫٫ تاسو د دښمن ژبه کارولو سره هیواد ته زیان رسوۍ کوم ته چې به مونږ تاسو پرېنږدو. مونږ د خپلو ادارو تر شا ولاړ یو او داسې هیڅ کار به پرې نږدو چې زمونږ امنیت او د خلکو ژوند په خطر کې واچوي.٬٬

د پاکستان پوځ د نواز شريف تورونو ته ځواب نه وايې خو په ورستیو کې جرنل قمر جاوېد باجوه ويلي وو د منتخب حکومت خبره منل د پوځ دستوري ذمه واري ده. پوځي قيادت په مخالفه ګوندونو غږ کوي د حکومت سره سياسي شخړو کې دې پوځ نه راښکي.